په سورسمندر کښې د امریکا ایف اتلس ډوله الوتکه سمندر ته وغورځیده
زمونږ خبریال راپور راکړی په سور سمندر کښې د امریکا په دیره هینري ټرومین الوتکه وړونکي جنګي بیړۍ کښې یوه ایف اتلس ډوله الوتکه سمندر ته وغورځیده.
د امریکا سمندري ځواک په یوې بیانیې کښې وویل چې دغه ایف اتلس ډوله جنګي الوتکه له هینري ټرومین جنګي الوتکې وړونکي بیړۍ څخه سمندر ته غورځیدلي ده.
د امریکا سمندري ځواک وویل چې له ایف اتلس ډوله جنګي الوتکې سره یوځاې د هغه کش کونکی ټریکټر مشین هم سمندر ته غورځیدلی او سمندر ته د الوتکې د غورځیدا په پیښه کښې د سمندري ځواک یو عسکر ژوبل شوی هم دی.
د امریکا سمندري ځواک وویل چې له ایف اتلس ډوله الوتکې او ټریکټر ماشین سره یوځاې سمندر ته ټول غورځیدونکي کسان له سمندر څخه رایستل شوي دي.
د ویلو ده چې په سره سمندر کښې د امریکا دیره جنګي الوتکه وړونکي جنګي بیړۍ هینري ټرومین د یمن پرضد په حملو کښې برخه اخلي او امریکا اوس هم د یمن د مظلومو او بې ګناه خلکو پرضد بریدونو ته دوام ورکړی.