انصار اللله غورځنګ وايي د یمن ځواکونو د امریکا هیبت مات کړی دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي په یو لړ څرګندونو کښې ټینګار وکړ مونږ د امریکا او د نورو لویدیځو بدمعاشو هیوادونیو هیبت مات کړ.
هغه له الجزیرې ټيلي ويژن سره په مرکه کښې وویل مونږ د فلسطین د غزې تړانګې له خلکو سره د مرستې لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکوو او د صهیونیسټ رژیم د امنیت د له مینځه وړلو لپاره خپل هدفونه نور هم پراخوو.
د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي زیاته کړه د صهیونیسټ رژیم د امنیت د له مینځه وړلو او په سور سمندر کښې د عملیاتو له لارې د اسرائیلو رژیم د سمندري کلابندۍ لپاره زمونږ حملې خپلو هدفونو ته رسیدلي دي.
البخیتي وویل په یمن کښې په ملکي وګړو باندې حملې کول د امریکا د دیوالیه کیدا نښه ده او د یمن د خلکو له وژل کیدا او د هغوې د وینې له بهیدا سره سره زمونږ عملیات دوام لري.
د یمن وسله والو ځواکونو په تیرو څو میاشتو کښې په ځلونو ویلي دي چې د فلسطین د ملت د ملاتړ لپاره او د امریکا تیریو ته په غبرګون کښې یې په سور سمندر او ځینو نورو سیمو کښې په یوشمیر هدفونو بریدونه کړي دي.
امریکا د صهیونیسټ رژیم د ملاتړ کولو او د یمن لخوا د اسرائیلو د رژیم پرضد د اعمال شوي سمندري کلابندۍ د ختمولو لپاره د یمن په ملکي وګړو باندې حملې کوي چې تراوسه یې سلګونو یمنیان شهیدان او ژوبل کړي هم دي.