د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ به سیمې ته امنه سفر ونلري
مهر خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي «حزام الاسد» وویل د فلسطین د غزې تړانګې د کلابندۍ او د هغې د خلکو د لوږې او هلته د ښاریزو او د ماشومانو د وژلې دوام به سیمې ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د سفر امنیت برابر نکړي.
هغه وویل د غزې تړانګې پرضد د اسرائیلو او د امریکا د شرمونکي کلابندۍ پایلې ډیرې جدي او خطرناکې سویې ته رسیدلي دي او په داسې حال کښې چې په فلسطین کښې قحطۍ په بې ساري چټکۍ سره د زیاتیدا په حال کښې ده په دغه سیمه کښې د ژوند اساسي ضرورتونه هم له مینځه تللي دي.
د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي حزام الاسد وویل د شرم خبره ده چې دنیا هماغه راز د فلسطین د غزې تړانګې د ماشومانو د لوږې کتونکي ده او هماغه ډول چې د ځینو عربو هیوادونو او ملتونو دریځ چې په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول د غزې په کلابندۍ کښې شرکت کوي خو په مقابل کښې یې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم لپاره د ځمکې کوریډرونه خلاص کړي دي چې هغه ټرکونه چې په غزې تړانګه کښې د فلسطین د خلکو د وژلو لپاره وسلې او خوراکي مواد پکښې بار دي له دغو کوریډورونو تیر شي.
هغه ټینګار وکړ د غزې تړانګې په هکله د یمن د انصار الله غورځنګ دریخ پریکنده او رښتیونی دی او مونږ به په کراره کې ننو او زمونږ پوځي عملیات به تر هغه وخته چې د فلسطین د خلکو پرضد د اسرائیلو تیري دوام ولري او د غزې خلک کلابند وي بند نشي.