له امریکا سره په خبرو کښې د ایران سرې کرښې شفافې دي
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر« علي اکبر احمدیان» له امریکا سره په غیر مستقیمو خبرو کښې د تهران د دریځونو په ثبات باندې ټینګار سره خبرداری ورکړ ګواښ او تپل د منلو وړ چاره نه ده.
هغه نن د ستر تهران د سپاه پاسداران ځواک د قومندانانو په غونډه کښې ډاګینه کړه هماغه ډول چې نیغ په نیغه خبرې د تپلو، د غیر عاقلانه او غیر شرافتمندانه ګواښ په شرایطو کښې دي په برابرو او له ګواښ او تپلو څخه لیرې شرایطو کښې خبرې عاقلانه او شرافتمندانه دي.
د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر علي اکبر احمدیان د سیمې بدلونونو ته په اشارې سره وویل د مقاومت جبهه بیا ځلې د خپل توان په پیاوړي کولو او د بدلونونو د نویو ضرورتونو په پيژندلو سره له تیر وخت څخه قدرتمنه د ملتونو د حقیقي دښمن په مقابل کښې ولاړه ده.
هغه د ایران د ملت پرضد د دښمن رسندوي او نفسیاتي جنګ ته اشاره وکړه او ویې ویل د ایران د خلکو ناهیلي کول، د مشکلاتو ستر ښودل او د سیاسي او د ټولنیزو زمینو فعالول او د چارواکو ترمینځ د اختلاف رامینځته کول ، له خلکو سره د چارواکو د اختلافاتو رامینځته کول او د خلکو د پرګنو ترمینځ د اختلاف رامینځته کول نن سبا د دښمن په اجنډا کښې شامل دي.