امریکا لیبیا ته د لس لکه فلسطینیانو د انتقالولو پلان جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i160198-امریکا_لیبیا_ته_د_لس_لکه_فلسطینیانو_د_انتقالولو_پلان_جوړوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا این بي سي نیوز ټیلي ويژن چینل نن سهار وختي د پینځو سرچینو په قول وویل
(last modified 2025-05-16T23:13:22+00:00 )
May 17, 2025 02:59 Asia/Kabul
  • امریکا لیبیا ته د لس لکه فلسطینیانو د انتقالولو پلان جوړوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا این بي سي نیوز ټیلي ويژن چینل نن سهار وختي د پینځو سرچینو په قول وویل

د ولسمشر ډونالډ ټرامپ حکومت د فلسطین له غزې تړانګې څخه لیبیا هیواد ته د یومیلیون فلسطینیانو په دايمي ډول د انتقالولو لپاره د یوه پلان د تدوینولو کښې په حال کښې دی.

له دغه پلان څخه خبرو دوو سرچینو او د امریکا یوه پخواني چارواکي این بي سي نیوز ټیلي ويژن  ته وویل په دغه پلان باندې جدي غور روان دی او  د امریکا حکومت په دې هکله د لیبیا له مشرانو سره خبرې هم کړي دي.

دغه راز  دریو نورو  سرچینو وویل د امریکا حکومت به احتمالا لیبیا ته د فلسطینیانو د انتقالولو په  بدل کښې په میلیارډونو ډالره چې څه د پاسه لس کاله کیږي امریکا  کنګل کړي دي ازاد کړي  او لیبیا ته به خپل ډالر ورکړي.

دغو سرچینو وویل تراوسه نهايي موافقه  نه ده شوي  او اسرائیل هم په دې زمینه کښې د امریکا د ولسمشر ټرامپ له خبرو خبر دی.

د امریکا خارجه وزارت او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د این بي سي نیوز ټیلي ویژن بیا بیا غوښتنو ته هیڅ ځواب ورنکړ او د اسرائیلو د حکومت استازیو هم په دې هکله له څه ویلو ډډه کړي ده.

د حماس غورځنګ یو مشر باسم نعیم وویل چې دغه غورځنګ د دغه پلان په هکله د بحث په هکله کومه اطلاع نلري.

هغه وویل فلسطینیان په خپل ټاټوبي کښې جرړه لري او خپل وطن ته زیات ژمن دي او چمتو دي چې تر اخره پورې مبارزه وکړي او د خپلې خاور، ځمکې ، کورنۍ او د خپلو بچیانو لپاره هر څه قربان کړي.