صهیونیسټ رژيم د غزې تړانګې د شمال د خالي کولو حکم ورکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل د صهیونیسټ رژيم پوځ د یوې بیانیې په خپرولو سره د فلسطین د غزې تړانګې د شمال د ځینو سیمو د سمدستي خالي کولو حکم ورکړ.
د صهیونیسټ رژيم پوځ په دغه بیانیې کښې د غزې ښار په شمال او ختیځ کښې د الزیتون ، د الدرج ، د الشجاعیه محلو ، د جبالیا ښارګي او د العطاطره سیمو له وسیدونکو غوښتي دي چې سمدستي له دغو سیمو ووځي.
د صهیونیسټ رژيم پوځ په دغه بیانیې کښې ادعا وکړه چې ترهګرې ډلې یعني مقاومت ډلې په دغو سیمو کښې خپلو ورانکارو عملیاتو ته دوام ورکوي او پوځ به زر د دغو ډلو د وسونو د له مینځه وړلو لپاره په دغو سیمو کښې خپل عملیات پراخ کړي.
د ظالم صهیونیسټ رژیم پوځ د دغه بیانیې په پاې کښې ټینګار کړی دی له دې وروسته به دغه سیمې د جنګ د خطرناکو سیمو په توګه وګڼل شي.
دغه راز د صهیونیسټ رژیم د پوځ عربي ویاند «اویخای ادرعي» مخکې له خبرداري په یوه ډک پیغام کښې د خان یونس په وسیدونکو غږ کړ و چې سمدستي دغه سیمه خالي کړي او دوې یوې بې مخینې حملې ته چمتو شي.