ایران او روسیې د افغانستان د مسائلو په اړه مشورې وکړې
پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت په بهرنیو چارو وزارت کې د جنوبي آسیا د چارو عمومي مشر محمد رضا بهرامي، مسکو ته د خپل سفر په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ، د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره لیدنه او خبرې اترې یې وکړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپله ویب پاڼه کې د محمد رضا بهرامي او ضمیر کابلوف ترمنځ د لیدنې په اړه په یوه راپور کې لیکلي: په دې لیدنه کې، دواړو خواوو د افغانستان د مسائلو د حل پر وړاندې د ستونزو په اړه په تفصیل سره نظرونه تبادله کړل. بهرامي او کابلوف همدارنګه، د افغانستان په اړه د سیمه ایزو میکانیزمونو پر کلیدي رول، په ځانګړې توګه د مسکو پر مشورتي فورم او "څلورو" سیمو چې ایران، روسیه، چین او پاکستان پکې شامل دي، ټینګار وکړ. دواړو خواوو همدارنګه، د افغانستان د داخلي سیاسي پرمختګ پورې اړوند مسائلو کې د بهرنۍ مداخلې هڅې بې اغېزې وبللې.