د پاکستان د بې وزله خلکو شمیر نور هم زیات شوی
زمونږ خبریال راپور راکړی نړیوال بانک وویل چې د پاکستان څلور څلویښت اعشاریه اوه فیصده خلک له بې وزلۍ سره مخامخ دي.
له دې مخکې د پاکستان نهه دیرش اعشاریه اته فیصده خلک له بې وزلۍ سره مخامخ و چې اوس دغه شمیر زیات شوی دی.
نړیوال بانک وویل د دنیا د ټیټ او د متوسطو عاید لرونکو هیوادونو لپاره هره ورځ د څلور اعشاره شل ډالرو عاید لرونکي کسان بې وزله کڼل کیږي.
مخکې هغه کسان بې وزلۍ ګڼل کیدل چې د ورځې عاید او امدن یې درې اعشاریه پینځه شپيته ډالره و.
نړیوال بانک زیاته کړه چې د پاکستان د تر ټولو بې وزله نفوسو شمیر شپاړس اعشاریه پینځه فیصده دی کوم چې په ورځ کښې یوازې درې ډالره عاید لري او دغه راز بره او متوسطه خلک په ورځ کښې اته ډالره عاید لري او د پاکستان د ټولو نفوسو اته اتیا اعشاریه څلور فیصده خلک په بره او متوسط پرګنو کښې شامل دي.