عراق په سوریې کښې د ایت الله سیستاني په دفتر یرغل وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/event-i161090
مهر خبري اژانس راپور راکړی عراق په سوریې کښې د ستر دیني عالم او مرجع ایت الله سیستاني په دفتر باندې د تکفیریانو په حملې باندې سخت اعتراض وکړ.
(last modified 2025-06-07T01:29:26+00:00 )
Jun 07, 2025 05:42 Asia/Kabul
  • عراق په سوریې کښې د ایت الله سیستاني په دفتر یرغل وغاند

مهر خبري اژانس راپور راکړی عراق په سوریې کښې د ستر دیني عالم او مرجع ایت الله سیستاني په دفتر باندې د تکفیریانو په حملې باندې سخت اعتراض وکړ.

په دمشق کښې د عراق سفارت پرون د ستر دیني مرجع ایت الله سیستاني په دفتر باندې په یرغل  خپله ژوره اندیښنه او سخت اعتراض اعلان کړ.

په سوریې کښې د عراق سفارت په یوې بیانیې کښې وویل یوشمیر کسانو چې ادعا یې کوله د سوریې د عمومي امنیت ادارې غړي دي په تیرې سه شنبې ورځې مازیګر د ایت الله سیستاني په دفتر یرغل وکړ او هلته وجود وسائیل او شیان یې غلا کړل او په دفتر کښې د موجودو کسانو سپکاوی یې وکړ او هغوې ته یې کنځلې وکړې.

په دمشق کښې د عراق سفارت ټینګار وکړ چې دغه اقدامات لمسونکي دي او په عراق او دنیا کښې د ستر مذهبي مرجعیت د میلیونونو پیروانو احساسات یې داغي کړي دي او دا د دغه ستر مذهبي مشر پيژندل شوي مذهبي مقام ته سپکاوی دی کوم چې په اعتدال ، حکمت ، نرم کړچار او اخلاقو مشهور دی.

د عراق سفارت د سوریې په چارواکو غږ وکړ چې له خلاف ورزۍ کونکو کسانو سره چلند وکړي او د دا ډول اقداماتو د تکرار مخه ونیسي.