د کولمبیا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په کاندید برید شوی
Jun 08, 2025 06:23 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د کولمبیا هیواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو په کاندید «میګوئیل اوریبې» باندې د انتخاباتو د کمپاین په وخت حمله شوي ده چې له کبله یې هغه سخت ژوبل شوی او مرګي حاله دی.
د کولمبیا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په کاندید باندې د حملې په ارتباط یو کس نیول شوی دی.
بلې خوا د کولمبیا ولسمشر ګسټاو پیټرو په یوې بیانیې کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په کاندید میګوئیل اوریبې باندې د حملې غندنه کړي ده او د هغه له کورنۍ سره یې خواخوږۍ څرګنده کړي ده.
ټیګونه