غزه کې د ۴۸ ساعتونو پرمهال ۳۰۰ کسان  په شهادت رسېدلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i161912-غزه_کې_د_۴۸_ساعتونو_پرمهال_۳۰۰_کسان_په_شهادت_رسېدلي_دي
د غزې د رسنیو دفتر ویلي چې د تېرو ۴۸ ساعتونو پرمهال د صهیونیسټي رژیم د بریدونو پرمهال ۳۰۰ کسان  په شهادت رسېدلي دي.
(last modified 2025-07-03T09:59:13+00:00 )
Jul 03, 2025 14:25 Asia/Kabul
  • غزه کې د ۴۸ ساعتونو پرمهال ۳۰۰ کسان  په شهادت رسېدلي دي

د غزې د رسنیو دفتر ویلي چې د تېرو ۴۸ ساعتونو پرمهال د صهیونیسټي رژیم د بریدونو پرمهال ۳۰۰ کسان  په شهادت رسېدلي دي.

د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، د نن پنجشنبې سهار راهیسې، د غزې ښار پر بېلابېلو سیمو د بریدونو له امله ۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د روغتیايي چارواکو په حواله د رسنیو د راپورونو له مخې، د غزې په سویل کې د بې‌ځایه شویو پر پناه ځای د صهیونیسټي رژیم په برید کې دیارلس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور بیا د غزې په لوېدیځ کې مړه او ټپیان شوي دي.

د غزې رسنیو دفتر وايي چې تېرو ۴۸ ساعتونو کې صهیونیسټي رژیم د بې‌ځایه شویو پناه ځایونه او مرکزونه په نښه کړي دي. هداراز صهیونیسټي رژیم هغه کسان هم په نښه کړي چې د مرستو ترلاسه کولو په لټه کې وو.

د غزې مرکزونه او پناه ځایونه چې تر ډېره ښوونځي او عامه ځایونه دي، زرګونه ملکیان پکې مېشت دي چې د اسراییلي رژیم له لوري پرې وخت ناوخت بریدونه کېږي.