ایران د نړیوالو اصولو د دړې وړې کیدا په هکله خبرداری ورکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقايي»په ایکس پاڼه کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژيم د دباو او رعب له کبله په نیواکي فلسطین کښې د اسرائیلو د جنایتونو په هکله د ملګروملتونو د تحقیق د کمیسیون د غړیو ډله ئیزې استعفا ته غبرګون وښود.
هغه وویل کله چې د ملګروملتونو یوه ځانګړي راپورټره له بدمعاشۍ او بایکاټونو سره مخامخ کیږي او د نیواکي ټاټوبو د تحقیق د کمیسیون غړي ډله ئیزې استعفاګانې ورکوي یعني نړیوال ارګانونه نور د حقیقت د ثبتولو حق نلري.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي په دوام کښې وویل د ملګروملتونو د ځانګري راپورټرې فرانچسکا البانیز پرضد له بایکاټونو لګولو وروسته په نیواکي ټاټوبو کښې د تحقیق د کمیسیون د غړیو ډله ئیزې استعفاګانې یوه ساده پیښه نه ده بلکې دا د نړیوالو اصولو او د حقوقي نظم د دړې وړې کیدا د خطرې ټلۍ ده.
بقايي دې ته په اشارې سره چې نړیوال ارګانونه د خپل روا والي ، کارندوالي ، اقتدار او دندې د له لاسه ورکولو په حال کښې دي جوته کړه راتلونکي نسلونه به ولولي چې نړیوال نظم په جنګ سره نه بلکې د بې عدالتۍ او د ظلم په وړاندې د دوه ګوڼه معیارونو ،بې عملۍ او د چوپتیا په دلیل تباه شو.