د اسرائیلو نیواکګر رژیم نور اتیا فلسطینیان شهیدان کړل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i162768-د_اسرائیلو_نیواکګر_رژیم_نور_اتیا_فلسطینیان_شهیدان_کړل
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم بریدونه دوام لري او په بمباریو کښې نور اتیا کسان هم شهیدان شول.
(last modified 2025-07-26T03:01:58+00:00 )
Jul 26, 2025 07:28 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو نیواکګر رژیم نور اتیا فلسطینیان شهیدان کړل

زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم بریدونه دوام لري او په بمباریو کښې نور اتیا کسان هم شهیدان شول.

د بهرنیو رسنیو د راپور پراساس د فلسطین په غزې تړانګه کښې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د اسرائیلو په حملو کښې د مرستې په تمه د نهو ناستو کسانو په شمول اتیا کسان شهیدان شوي او څلور سوه پنځوس نور ژوبل شوي هم دي.

د فلسطین په غزې تړانګه کښې د ډوډۍ  او د خوراکي موادو د نشتون په وجه نهه نور کسان شهیدان شوي او د خوراکي شیانو د نشتون په وجه تراوسه د شهید شویو کسانو شمیر یوسل دوه ویشتو ته رسیدلی.

د ویلو ده چې د اسرائیلو لخوا د سختې کلابندۍ په وجه له تیرو څو میاشتو راهسې غزې تړانګې ته د مرستو ټرکونو نشي تللی چې له کبله هلته قحطۍ رامینځته شوي ده او ډیرې خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي.

 

بلې خوا د اسرائیلو دیکتاتور لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي دي چې دې  له امریکا سره یوځاې د صهیونیسټي بندیانو د خوشي کولو او په غزې تړانګه کښې د حماس غورځنګ د واکمنۍ د ختمولو لپاره په نورو لارو چارو غور کوي.