د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس پوهیږي چې اوس نوي شرایط رامینځته شوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i163204
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل همدا اوس د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس پوهیږي او د هغه مشر هم باید پوه شي چې کاملا نوي شرایط رامینځته شوي دي
(last modified 2025-08-07T02:41:17+00:00 )
Aug 07, 2025 04:48 Asia/Kabul
  • د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس پوهیږي چې اوس نوي شرایط رامینځته شوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل همدا اوس د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس پوهیږي او د هغه مشر هم باید پوه شي چې کاملا نوي شرایط رامینځته شوي دي

او مونږ هم د پارلمان قانون لرو او هم د ځمکې پرمخ شرایط بدل شوي دي. زمونږ په څو اټومي مرکزونو باندې بمباریانې شوي او  تاوانونه ورته رسیدلي دي. طبیعي ده چې په هر دواړو دلیلونو او هم د میداني بدلونونو او هم د پارلمان د قانون په خاطر د اټومي انرژۍ له نړیوال اژانس سره په اړیکو کښې یو نوی پړاو پیل شي.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي د تهران ټیلي ويژن چینل په « تهران ایران جهان» په نوم پروګرام کښې په ګډون سره له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره د تعامل د نوي رودې  په هکله لومړۍ پوښتنې ته په ځواب کښې وویل محترمې  شورا اسلامي یو ډیر مهم قانون تصویب کړ او په حقیقت کښې یې له اټومي انرژۍ  نړیوال  اژانس سره د ایران د اسلامي جمهوریت ملګرتیا وځنډوله او د ملي امنیت د لوړې شورا د فیصلو پراساس له دې وروسته له اټومي اژانس سره هر ډول ملګرتیا باید د ایران د ملي امنیت د  شورا په وسیله وي او د دغه شورا لخوا تصویب شي.

هغه وویل  د ایران د اټومي پروګرام په  اړه هم باید ووایو چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ښه کړچار نه دی لرلی او په تیرو څو میاشتو کښې یې داسې راپور برابر کړ او  له جنګ څخه مخکې دغه راپور د اټومي اژانس په واکمنې شورا کښې د یوه پریکړه لیک زمینه برابره کړه.

دغه پریکړه لیک بد و او ایران یې په داسې مسائیلو تورن کړ چې په خپله هم دغه واکمنه شورا پوهیدله چې غلط وو او هغه په تیرو شلو کلونو پورې اړونده وو. مثلا ادعا یې کوله څه رامینځته شوي او څه نه دي شوي.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وویل تر ټولو مهمه دا چې کله چې دغه حمله یا تیری په هر حال غیر قانوني او وحشیانه زمونږ په اټومي مرکزونو وشو داسې تاسیسات چې اصولا د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس اصلي دنده د هغو ساتل دي او په سوله ئیزې حوزې کښې له هیوادونو سره ملګرتیا کول دي او د ایران ټول اټومي مرکزونه په اټومي انرژۍ نړیوال  اژانس کښې ثبت دي او د دغه اژانس تر څارنې لاندې وو او پلټونکو په پرله پسې ډول پلټنې کولې خو بیا هم د ایران په اټومي مرکزونو باندې حملې وشوې او دا د نړیوالو قوانینو تر ټولو ستره خلاف ورزۍ او د نړیوالو اړیکو په حوزه کښې واقعا یوه د نه بښلو وړ خلاف ورزۍ ده.