په غزه کې یو بل فلسطیني خبریال هم په شهادت ورسېد
https://parstoday.ir/ps/news/event-i163554-په_غزه_کې_یو_بل_فلسطیني_خبریال_هم_په_شهادت_ورسېد
پارس ټوډ‌ې- فلسطیني خبریال اسلام الکومي د صهیونیسټي رژیم د پوځ په برید کې په شهادت ورسېد.
(last modified 2025-08-19T08:46:47+00:00 )
Aug 19, 2025 13:15 Asia/Kabul
  • په غزه کې یو بل فلسطیني خبریال هم په شهادت ورسېد

پارس ټوډ‌ې- فلسطیني خبریال اسلام الکومي د صهیونیسټي رژیم د پوځ په برید کې په شهادت ورسېد.

د صهیونیسټي رژیم له لورې د خبریالانو او د هغوی د کورنیو پر وړاندې د جنایتونو په دوام، فلسطیني خبریال "اسلام الکومي" له خپل زوی سره یوځای، د غزې ښار په جنوب کې د الصبره په سیمه کې د صهیونیسټي رژیم د اشغالګر پوځ د توغندیز برید له امله په شهادت ورسېد.

له دې سره، د سې شنبې په سهارني بریدونو کې د صهیونیسټي رژیم د پوځ له خوا د غزې په بېلابېلو سیمو باندې، ۱۶ نور فلسطینیان په شهادت ورسېدل.

دا ۱۶ فلسطینیان د صهیونیسټي رژیم د پوځ په هوايي، ځمکنیو او توغندیزو بریدونو کې د غزې په مرکز او جنوب کې شهید شول. د فلسطین روغتیا وزارت اعلان کړی چې: د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې څخه تر اوسه د غزې د شهیدانو شمېر له ۶۲ زرو څخه اوښتی او له ۱۵۶ زرو څخه زیات نور هم ټپیان شوي دي.