د فلسطین په ملاتړو مظاهرو باندې په چاقوانو سره برید شوی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i163730-د_فلسطین_په_ملاتړو_مظاهرو_باندې_په_چاقوانو_سره_برید_شوی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بیلجیم رسنیو په پلازمینې بروکسل کښې د فلسطینیانو په ملاتړو مظاهرو کښې په چاقوانو سره د حملې په وخت د یوه کس د ژوبلیدا خبر ورکړ.
(last modified 2025-08-25T01:27:46+00:00 )
Aug 25, 2025 05:54 Asia/Kabul
  • د فلسطین په ملاتړو مظاهرو باندې په چاقوانو سره برید شوی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بیلجیم رسنیو په پلازمینې بروکسل کښې د فلسطینیانو په ملاتړو مظاهرو کښې په چاقوانو سره د حملې په وخت د یوه کس د ژوبلیدا خبر ورکړ.

د بیلجیم رسنیو دغه راز د بروکسل د پولیسو په قول وویل چې یو شکمن کس د دغه حملې په تور نیول شوی خو د دغه سړي د هویت په هکله یې نور توضحیات ورنکړل.

په همدې ارتباط د بروکسل ښار د شورا ویاند «ایلسه ون د مال» هم دې ته په اشارې سره چې دغه حمله پرون مازیګر پاو باندې شپږ  بجې  د فلسطین له خلکو د خپل ملاتړ د ښودلو لپاره د بیلجیم د پلازمینې د ښاریزو د سترې غونډې په وخت وشوه وویل ژوبل کس روغتون ته وړل شوی او دغه سیمه حاضردمه د ډیر تحقیقاتو لپاره قرنطینه شوي ده.

د امریکا او د اروپا په شمول ډیرې لویدیځ هیوادونه له اسرائیلو رژیم سره هرډول پوځي ، مالي ، وسله والې  او استخباراتي مرستي کوي خو  د دغو هیوادونو خلک بیا د فلسطین له خلکو سره خپله خواخوږۍ او ملاتړ څرګندوي او د اروپا ډیرو خلکو د فلسطین د ملت د ملاتړ لپاره سترې مظاهرې هم کړي دي او اوس یې هم کوي.