د سوریې په درعا ولایت کښې د پولیسو په مرکز برید شوی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې خبري سرچینو په درعا سیمه کښې د موقته حکومت د پولیسو د پلټڼې په پوستې باندې د ناپيژاندو وسله والو کسانو د حملې خبر ورکړ.
د سوریې ځايي سرچینو راپور ورکړ ناپيژاندو وسله والو کسانو په دوو لاسي بمونو سره د درعا ولایت په شمال کښې په الصنمین ښار کښې د موقته حکومت د پولیسو د تلاشۍ په یوې پوستې حمله وکړه.
د دغه حملې د مرګ ژوبلو په هکله نور جزیات نه دي خپاره شوي.
د وږې د میاشتې په لومړۍ نیټه هم د سوریې په دیرالزور سیمه کښې په المیادین ښار کښې د پولیسو د پلټنې په مرکز د داعش ترهګرې ډلې په حملې کښې د سوریې د موقته حکومت د پولیسو یو غړي وژل شوی و.
په دیرالزور ولایت کښې د سوریې د موقته حکومت پولیسو وویل چې په المیادین ښار کښې یې د داعش د دوو غړیو ترهګره هڅه شنډه کړي ده.
په سوریې کښې د جولاني د موقته حکومت له دیره کیدا وروسته تاوتریخوالي زیات شوي دي او اسرائیل هم هره ورځ د سوریې بیلابیلې سیمې نیسې او په ځینو سیمو بمبارۍ هم کوي خو موقته حکومت تراوسه هیڅ اقدام نه دی ترسره کړی او یوازې تماشه کوي.
د سوریې موقته حکومت دغه راز په تیرو څو میاشتو کښې په زرګونو ملکي وګړي هم د مظاهرو او د اعتراض د کولو په خاطر وژلي دي چې اکثره یې ښځې ، بوډاګان او ماشومان دي.