امریکا د قطر چارواکي د اسرائیلو له حملې مخکې خبر کړي وو
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا حکومت وویل چې مونږ پرون د قطر چارواکي په پلازمینې دوحې کښې د حماس غورځنګ په مشرانو باندې له حملې څخه له مخکې خبر کړي وو خو قطر د امریکا دغه خبره رد کړي ده.
د سپینې ماڼۍ ویاندې میرمن «کیرولین لیویټ» وویل د امریکا د ولسمشر ترامپ ځانګړي استازي «اسټیو ویټکاف» د اسرائیلو له حملې مخکې د قطر د چارواکو د خبرولو حکم ورکړی و.
هغې وویل له حملې وروسته د امریکا ولسمشر ټرامپ د اسرائیلو له لومړي وزیر نتانیاهو او د قطر له امیر «شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه الثاني» سره ټيلي فوني خبرې وکړې او ټرامپ د قطر امیر ته وویل چې په دغه هیواد به بیا دا ډول حمله ونشي.
بل خو قطر ویلي دي چې د حملې په هکله خبرداری د اسرائیلو د بریدونو له پیلیدا وروسته ورکړل شوی و.
د قطر د خارجه وزارت ویاند «ماجد الانصاري» په ایکس پاڼه کښې ولیکل قطر ته د اسرائیلو د حملې په هکله له مخکې د اطلاع په هکله خبره غلطه ده او د امریکا یوه چارواکي هغه وخت قطر ته ټیلي فون وکړ کله چې په دوحې کښې د اسرائیلو د بریدونو غږونه اوریدل کیدل.
بل خوا د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني په دوحې کښې د حماس غورځنګ د مشرانو په غونډې باندې د اسرائیلو حمله حکومتي ترهګرۍ بللي ده.