صهیونیسټ رژيم د سیمې د سولې پرضد تر ټولو ستر ګواښ دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i164426-صهیونیسټ_رژيم_د_سیمې_د_سولې_پرضد_تر_ټولو_ستر_ګواښ_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په یوه خبري غونډه کښې له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره موافقې ته په اشارې سره وویل اژانس ومنله چې میداني حقیقت باید بدل شي او د ملګرتیا نوي چوکاټ ته ضرورت شته.
(last modified 2025-09-10T23:42:08+00:00 )
Sep 11, 2025 04:08 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژيم د سیمې د سولې پرضد تر ټولو ستر ګواښ دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په یوه خبري غونډه کښې له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره موافقې ته په اشارې سره وویل اژانس ومنله چې میداني حقیقت باید بدل شي او د ملګرتیا نوي چوکاټ ته ضرورت شته.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په تیونس هیواد کښې په یوه خبري کانفرنس کښې په قطر هیواد د صهیونیسټ رژيم وروستیو حملو او په ایران ، یمن او فلسطین باندې د دغه رژیم د تیریو مخینې ته په اشارې سره دغه رژیم د سیمې لپاره ګواښ وباله او ټینګار یې وکړ د صهیونیسټ رژيم ګواښ د سیمې د امنیت او د سولې پرضد تر ټولو ستر ګواښ دی او له دغه ګواښ سره مقابله کول ډله ئیزې فیصلې ته ضرورت لري.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي په دوام کښې وویل مونږ په ایران باندې د صهیونیسټ رژيم د تیریو په غندلو کښې د تیونس د پریکنده دریځونو مننه کوو او د ایران له خلکو سره په ملګرتیا کولو کښې د تیونس دریځ ډیر روښانه او  پریکنده و.