د اسرائیلو نیواکګر رژيم د سوریې په القنیطره سیمې بیا تیری وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل چې د صهیونیسټ رژيم ځواکونه د سوریې په خاوره باندې د تیریو په دوام کښې په جنوب کښې د قنیطره ولایت ځینو سیمو ته ورننوتلي دي.
د سوریې ځايي سرچینو راپور ورکړ د صهیونیسټ رژيم د پوځ یوه ګزمه چې څلور زغرګاډي پکښې شامل وو د قنیطره په جنوب کښې «سویسه» کلي ته ورننوتلي ده.
د صهیونیسټ رژیم پوځ د سوریې د ولسمشر بشار اسد د حکومت له نسکوریدا وروسته له تیرو څو میاشتو او اورنیو راهسې د سوریې په بیلابیلو سیمو او په تیره بیا دمشق او شاوخوا کښې په ډیرو سیمو باندې حملې او بمباریانې کړي دي.
د صهیونیسټ رژیم پوځیان له دغو هوايي حملو سره په یووخت د سوریې له بدلونونو په ناوړه استفادې سره په ځمکني ډول د سوریې په جنوب کښې یوشمیر سیمو په تیره بیا «القنیطره» سیمې ته ورننوتلي دي.