ټرمپ له ایران څخه مننه وکړه!
https://parstoday.ir/ps/news/event-i165718-ټرمپ_له_ایران_څخه_مننه_وکړه!
پارس ټوډې - د متحده ایالاتو ولسمشر تېره پنج‌شنبه په یوه وینا کې د غزې د سولې طرحې د ملاتړ له امله له ایران څخه مننه وکړه.
(last modified 2025-10-10T09:59:07+00:00 )
Oct 10, 2025 14:27 Asia/Kabul
  • ټرمپ له ایران څخه مننه وکړه!

پارس ټوډې - د متحده ایالاتو ولسمشر تېره پنج‌شنبه په یوه وینا کې د غزې د سولې طرحې د ملاتړ له امله له ایران څخه مننه وکړه.

د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» تېره پنج‌شنبه د فنلنډ له ولسمشر «الکساندر استاب» سره په ګډ خبري کنفرانس کې دې ته په اشارې سره چې تهران د غزې د سولې طرحې ملاتړ کوي وویل: «تهران مننه!» ټرمپ، د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې د سولې طرحې په چوکاټ کې د غزې د خلکو د احتمالي وتلو په اړه پوښتنه کوله، وویل: «هېڅوک به دې ته اړ نه شي چې هغه ځای پرېږدي او بالکل برعکس دی، دا د سولې یوه غوره طرحه ده او ټول د دې طرحې ملاتړ کوي.»

د متحده ایالاتو ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې «آیا تاسو به د اوکراین په اړه د توافق لپاره فشار ته دوام ورکړئ؟»، وویل: «هو، او متحده ایالات ناټو ته د وسلو پراخ خرڅلاو په حال کې دی او دا ایتلاف دا وسلې اوکراین ته ورکوي.»