یوازې ۱۳ سلنه صهیونیسټان اسرائیل د غزې د جګړې بریالی بولي
Oct 18, 2025 12:17 Asia/Kabul
پارس ټوډې - د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې د صهیونیسټانو اکثریت اسرائیلي رژیم د غزې په جګړه کې بریالی نه بولي او یوازې ۱۳ سلنه یې په بشپړ بري باور لري.
معاریو صهیونیسټي ورځپاڼې د یوې نوې نظرپوښتنې د پایلو په خپرولو سره راپور ورکړ چې په غزه کې د اسرائیلو د پوځي فعالیت په اړه د خلکو باور په شدت سره کم شوی دی.
د دې راپور له مخې، ۴۶ سلنه ځواب ویونکو د صهیونیسټي رژیم بریا نسبي بللې، په داسې حال کې چې ۳۵ سلنه یې د اسرائیلو لپاره هېڅ ډول بریا نه ده منلې. یوازې ۱۳ سلنه صهیونیسټان په دې باور دي چې تل ابیب بشپړ بری ترلاسه کړی دی.
دا شمېرې د عامه افکارو ژور واټن او د غزې د جګړې پایلو په اړه د اسرائیلو د رسمي روایت په اړه شک څرګندوي.
ټیګونه