د واشنګټن څومرحله ایز سیاست؛چرته سوله او چرته ګواښونکي دباؤنه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i167512-د_واشنګټن_څومرحله_ایز_سیاست_چرته_سوله_او_چرته_ګواښونکي_دباؤنه
پارس ټودي – په داسې حال کې چې سپینه ماڼۍ په یو وخت کې له څو امنیتي او ډیپلوماټیکو قضیو او ترینګلتیاؤ سره مخ ده، د امریکا لوړپوړو چارواکو په وروستیو شپو ورځو کې د ونزوېلا، عراق او اوکراین د بدلونونو په اړه ئې تازه دریځونه اعلان کړي دي؛داسې دریځونه چې ښئي د واشنګټن حکومت د سیاسي دباؤنو،د سیمه‌ ییز نفوذ د ساتلو او د خپلې خوښې سولې‌پلانونو د پرمخ بیولو په لاره کې ګامونه اخلي.
(last modified 2025-11-22T08:26:52+00:00 )
Nov 22, 2025 12:19 Asia/Kabul
  • د واشنګټن څومرحله ایز سیاست؛چرته سوله او چرته ګواښونکي دباؤنه

پارس ټودي – په داسې حال کې چې سپینه ماڼۍ په یو وخت کې له څو امنیتي او ډیپلوماټیکو قضیو او ترینګلتیاؤ سره مخ ده، د امریکا لوړپوړو چارواکو په وروستیو شپو ورځو کې د ونزوېلا، عراق او اوکراین د بدلونونو په اړه ئې تازه دریځونه اعلان کړي دي؛داسې دریځونه چې ښئي د واشنګټن حکومت د سیاسي دباؤنو،د سیمه‌ ییز نفوذ د ساتلو او د خپلې خوښې سولې‌پلانونو د پرمخ بیولو په لاره کې ګامونه اخلي.

په کارابین سمندر کې د امریکا د پوځي فعالیتونو له پراخېدو،ترهغو انکارونو پورې چې  واشنګټن د عراق په سیاست کې د بدلون د احتمالاتو په اړه شوي، او همدارنګه د اوکراین د سولې د بهیر د چټکولو لپاره تر سیاسي دباؤنو پورې؛د امریکا د چارواکو وروستئ څرګندونې او اقدامات د واشنګټن د  حکومت  د نوې څو اړخیزې تګلارې یو بل تصویر وړاندې کوي. دا بدلونونه ښئي چې امریکا د پوځي دباؤ، فعالې ډیپلماسۍ او سیاسي  اړمونو  ګډ  کارونه د خپلو اهدافو لپاره تعقیبوي.

 پارس ټودي خبري پیکیج په نړیوالو بدلونونو کې د امریکا مهم فعالیتونه څېړي.

په وینزوېلا کې د پوځي مداخلت په باب  د پرېکړې په اړه د واشنګټن ابهام

د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي چې د امریکا ولسمشر لاهم په ونزویلا کې د احتمالي ځمکنۍ حملې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې. دا څرګندونې په داسې وخت کې شوي چې په سیمې کې د امریکا د پوځ پراخ  ګډوډي، د پرمختللي  هوائي جنګي تجهیزاتو ځای پر ځای کول او د ۱۵ زرو عسکرو منتقلول  ترسره شوی دی.

امریکائي سرچینو سی‌ان‌ان ته ویلي چې ډونالد ټرمپ هیله لري پوځي او سیاسي  دباؤ به وتوانېږي چې د ونزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو پرته له مستقیم اقدامه له واکه څخه لیرې کړي. ټرمپ پرله‌ پسې درې ورځې د پوځي سناریوګانو راپورونه ترلاسه کړي. هغه سناریوګانې چې په حکومتي تاسیساتو  له بریده را نیولې، تر محدودو ځانګړو عملیاتو پورې رسیږي. خو ټرمپ په ځینو مواردو کې د مستقیم پوځي اقدام په تړاو شک څرګند کړی  او د دې ګواښ یادونه ئې کړې چې دغه بهیر د امریکا  ځواکونو ته خطرې زیاتوي.

په همدې وخت کې راپورونه وائي سپینې ماڼۍ په تېرو ورځو کې درې مهمې ناستې   کړې دي څو  "په وینزوېلا کې د احتمالي عملیاتو"  اړخونه او نتیجې و ارزوي. د F-35 جنګي  الوتکو استول، جنګي بېړیو ځای پر ځای کول او په پورتوریکو کې د امریکا د سمندري اډې بیا فعالول د هغو ګامونو له ډلې دي چې په سیمه کې ئې کړکېچ زیات کړی دی.

د اوکراین د سولې د بهیر د چټکولو لپاره د امریکا سیاسي دباؤ

په اوکراین جبهې کې هم واشنګټن نوې هڅې پیل کړي دي. د امریکائي سرچینو په وینا، ولادیمیر زلنسکي د امریکا د پوځ له  جنګ وزیر ډن  ډریـسکول سره په لیدنه کې د واشنګټن د سولې د وړاندیز د ارزونې د پيل لپاره موافقه ښودلې ده. امریکا تمه لري اوکراین دا تړون تر ۲۷ نومبر پورې لاسلیک کړي.

د راپورونو له مخې، د واشنګټن وړاندیز پکې شامل دي چې د دونباس ځینې برخې روسیې ته وسپارل شي، په بدل کې امریکا امنیتي ضمانتونه ورکړي څو  یو غیرپوځي زون جوړ شي. سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې ټرمپ له دې طرحې ملاتړ کوي او د امریکا ډیپلوماټیک ټیم په تېرې یوې میاشت کې له مسکو او کییف سره په تماس کې دی.

همدارنګه پنتاګون اعلان کړی چې د اوکراین د بودجو د مرستو یوه برخه د حیاتي معدني عناصرو د کورني تولید د پراخېدو لپاره ځانګړې شوې ده، او دا ئې د امریکا د دفاعي صنعت لپاره مهم بللی دی. د بندیزونو په برخه کې، په ملګرو ملتو کې د امریکا استازې ګواښ کړی چې که روسیه اوربند ونه مني نو نوي بندیزونه به ولګول شي. خو روسیې ویلي چې  تر فشار لاندې به سر ټیټ نه کړي.

د وروستیو فعالیتونو ټولګې نتیجې ښئي چې د امریکا حکومت په درو مهمو قضیو—وینزوېلا، عراق او اوکراین—کې یوه فعاله او څو- مرحله ایزه  سیاست  او تګلاره تعقیبوي؛ داسې تګلاره چې د پوځي دباؤ، ډیپلوماټیکو هڅو او سیاسي اړمونو ګډ کارونه د واشنګټن د نړیوالو اهدافو د پرمخ بیولو لپاره په پام کې نیسي.