امریکا افغان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې د ورکړې بهیر وځنډاوه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i167820-امریکا_افغان_پاسپورټ_لرونکو_ته_د_ویزې_د_ورکړې_بهیر_وځنډاوه
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تر دې وروسته به د افغانستان د پاسپورټ لرونکو ته ویزې ور نه کړي.
(last modified 2025-11-29T07:21:26+00:00 )
Nov 29, 2025 11:38 Asia/Kabul
  • امریکا افغان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې د ورکړې بهیر وځنډاوه

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تر دې وروسته به د افغانستان د پاسپورټ لرونکو ته ویزې ور نه کړي.

دغه وزارت لیکلي چې د امریکا د ملي امنیت خوندیتوب لپاره هر راز لازم اقدام کوي.

تر دې وړاندې د امریکا په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر عسکرو د برید په غبرګون کې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په ګډون د ۱۹ نورو هېوادونو د کډوالو بهیر درولی وو او د دوی د کډوالۍ قضیو د بیا کتنې امر یې کړی وو.

په دې لېست کې د افغانستان، کیوبا، هایټي، ایران، سومالیا او ونزویلا نومونه راغلي دي.