د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له علي لاریجاني سره کتنه وکړه
Dec 01, 2025 04:57 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ترکیې د باندنیو چارو وزیر «هاکان فیدان» پرون د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا له مشر «علي لاریجاني» سره کتنه او خبرې وکړې.
په دغه کتنه کښې د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر علي لاریجاني او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د سیمې د مهمو امنیتي مسائیلو په هکله د نظر تبادله وکړه.
د سوریې او د غزې تړانګې په وروستیو بدلونونو باندې غور کول او دغه راز په وروستیو بدلونونو کښې د صهیونیسټ رژيم ورانونکی رول د خبرو اترو اصلي چورلیزونه وو.
دواړو لورو د سیمې د کړکیچونو د مدیریت لپاره د ایران او د ترکیې ترمینځ د غږملتیا پرضرورت ټینګار وکړ.
د ترکیې خارجه وزیر هاکان فیدان دغه راز د ایران د ملي امنیت د شورا مشر علي لاریجاني ته ترکیې ته د سفر بلنه ورکړه.
ټیګونه