ستوري په لمن کې (۹)
ګرانو ملګرو، دا به ښه وي چې لومړی دې پوښتنې ته ځواب ورکړو چی "جرمنیان کله له ایراني ادبیاتو سره بلد شول؟" د اسنادو او شواهدو له مخې، جرمنیان په ۱۷مه پیړۍ کې له ایراني ادبیاتو سره بلد شول. اوس پوښتنه دا ده: "دا پیژندنه څنګه وشوه؟"
لکه څنګه چې مونږ تاسو سره په تیر پروګرام کې ژمنه کړې وه، د پروګرام په دې برخه کې له تاسو سره په جرمني کې د حافظ د اثارو د اغیز او ژباړې په اړه خبرې کوو.
ګرانو ملګرو، دا به ښه وي چې لومړی دې پوښتنې ته ځواب ورکړو چی
"جرمنیان کله له ایراني ادبیاتو سره بلد شول؟"
د اسنادو او شواهدو له مخې، جرمنیان په ۱۷مه پیړۍ کې له ایراني ادبیاتو سره بلد شول.
اوس پوښتنه دا ده:
"دا پیژندنه څنګه وشوه؟"
ایډم اولیریوس د سیاسي او اقتصادي پلاوي د ژباړونکي په توګه او د هولسټاین واکمن فریډریک دریم په امر ایران ته سفر وکړ. هغه، چې د لرغوني فارسي ادبیاتو سره یې پخوانۍ پیژندنه درلوده، لومړنی کس و چې د ایراني ادبیاتو په اړه یې ولیکل، چې د جرمنيانو لپاره یې د فارسي شعر او ادب سره د بلدتیا لاره هواره کړه.
که څه هم د سعدي له ګلستان او بوستان سره د اولیریوس لومړۍ پیژندنه په ۱۷مه پیړۍ کې پیل شوه، جرمنیان ډیر ژر له حافظ سره بلد شول، او د حافظ غزلونو په جرمني کې د ټولو فارسي ادبي اثارو په منځ کې یو ځانګړی ځای وموند.
اډوارډ پولاک په خپله سفرنامه کې ویلي چې:
"فارسي له جرمني ژبې سره ډېره نږدې تړاو لري، او دا د جرمنيانو لپاره د فارسي زده کړه او پوهېدل خورا اسانه کوي. نه یوازې ډیری کلمې ورته دي، بلکې د جملو لیکلو لاره او په کلمو کې د افکارو څرګندولو لاره هم ډیر وخت ورته ده."
شاید له همدې امله جرمني لومړۍ اروپايي ژبه وه چې د حافظ بشپړ دیوان پکې ژباړل شوی و. ویل کیږي چې د حافظ د غزلونو لومړۍ ژباړه په جرمني ژبه کې د چارلس روویکي لخوا ترسره شوه، چې یو پولنډي سیاستوال او مستشرق و.
هغه په ۱۷۶۸ کال کې، د انګلستان په دربار کې د وارسا سفیر وټاکل شو، او په ورته وخت کې یې له انګلیسي مستشرق ولیم جونز سره ولیدل، او څرنګه چې دواړو له فارسي سره لیوالتیا درلوده، نو د دوی ملګرتیا ژوره او قوي شوه.
د ۱۷۶۸ کال په پای کې، روویکي لندن پریښود، خو له جونز سره د هغه ملګرتیا د دوی د لیکونو له امله نه وه ځنډول شوې. هغه په خپلو لیکونو کې چې ویلیم جونز ته یې لیږلي وو، له فارسي او حافظ سره د خپلې مینې په اړه خبرې وکړې، او ځینې وختونه یې د حافظ د غزلونو ژباړې ورسره شریکې کړې.
وروسته له هغه چې رویچیکی د حافظ غزلونه په انګلیسي او جرمني ژبو ژباړل، په ۱۷۷۱ کې یې په ویانا کې د حافظ د ۱۶ غزلونو انګلیسي او لاتیني ژباړه خپره کړه.
د اتلسمې پیړۍ په وروستیو او د نولسمې پیړۍ په لومړیو کې، اروپایي مستشرقینو د حافظ د شعرونو ریښتینی ارزښت درک کړ. له حافظ سره ملګرتیا د مختلفو هیوادونو د مستشرقینو ترمنځ ژورې اړیکې رامینځته کړې، تر دې چې ویل کیدی شي هغه یوازنی شی چې دوی مشترک درلودل هغه د فارسي ادب او د حافظ له شعرونو سره مینه وه.
د حافظ د غزلونو جرمني ژبې ته دوهم ژباړونکی مشهور اتریشي مستشرق وان هامر و. هغه په ویانا کې د ختیځ ژبو په ښوونځي کې ترکي، فارسي او عربي زده کړې کړې وې.
وان هامر د مشهور پولنډي سیاستوال او مستشرق کاونټ رویچیکی سره له لیدنې وروسته له ختیځ پېژندنې سره علاقه پیدا کړه او په دې کار کې یې ورسره همکاري وکړه.
له فارسي ادبیاتو سره د بلدتیا او د کومټ لخوا د حافظ د دیوان د ځینو برخو د جرمني ژباړې له بیاکتنې وروسته، هغه د حافظ له دیوان سره علاقه پیدا کړه او انګیزه یی پیدا کړه چې دا په جرمني ژبه وژباړي.
بالاخره هامر وکولای شول چې په ۱۸۱۲ کال کې د حافظ د دیوان بشپړ ه جرمني ژباړه خپره کړي.
ګرانو اوریدونکو، شاید وکولې شو ووایو چې له حافظ سره د جرمني ژبو هیوادونو پیژندنه د ۱۹ پیړۍ د اتریش مستشرق هامر له امله ده. هامر د ختیځو اثارو ډیری ژباړې او تطبیقونه لري.
د " هزار و یک شب " د کیسې ژباړه په جرمني ژبه، د شیخ محمود شبستري لخوا د ګلشن راز خپرول د جرمني ژبې سره، د فارسي تر ټولو زوړ شعر مطالعه، د ختیځ ادب او د هغې تاریخ په شمول د ختیځ پوهنځی، او د هامر لخوا ډیری نورې ژباړې او تطبیقونه په پام کې نیول شوي دي.
البته، د هامر اثار له سلو ډیر دي، چې د هغه په کتاب "زما د ژوند خاطرې" کې لیست شوي، او له دې کارونو سره، هغه د اروپایانو سترګو ته د ختیځ یو شمیر علمي او ادبي خزانې پرانیستې.
د ختیځ او فارسي ژبې او ادب په برخه کې د هامر هڅې یوازې ژباړې او تطبیق پورې محدودې ندي. هغه د اورینټلیزم مجلې بنسټ ایښودونکی هم دی، چې له مختلفو هیوادونو څخه د اورینټلیزم پوهانو ترمنځ اړیکه او همکاري پراخه کړې ده.
د حافظ د دیوان د هامر ژباړه د ډیری جرمني ژبو خلکو پام ځانته راواړاوه او د جرمني ادبي حلقې یې خوښې کړې.
یوهان ولفګنګ ګویټې یو جرمني شاعر او ډرامه لیکونکی و چې د هامر لخوا د حافظ د دیوان د ژباړې له لارې له ایراني ادب سره مینه پیدا کړه.
د هامر له ژباړو څخه اغیزمن شوی، ګویټې خپل لویدیځ-ختیځ دیوان جوړ کړ او نړۍ یې حیرانه کړه، او د دې کار له لارې، ټول اروپایي هیوادونه د حافظ له نوم او شعر سره اشنا شول.
د اسنادو له مخې، ګویټې د پنځه شپیته کلنۍ په عمر کې د حافظ له شعر سره اشنا شو. له حافظ څخه مخکې، هغه د هیرډر لخوا د سعدي د ګلستان ژباړې، د لیلي او مجنون د هارټمن ژباړې، او د هامر شیرین سره اشنا شوی و، چې د شیرین او فرهاد د مینې په اړه د ایراني ادبي سرچینو څخه اخیستل شوې ټوټه ده.
له حافظ سره د ګویته اشنايي په هغه دومره ژوره اغېزه وکړه چې هغه د خپل ژوند پاتې برخه د حافظ، د هغه د شعرونو او د هغه د افکارو په اړه د نورو معلوماتو د زده کړې لپاره په مطالعه کې تېره کړه.
د ایران د لوی شاعر شمس الدین محمد حافظ سره د ګویته علاقه د ادب په نړۍ کې یوه نادره پیښه ګڼل کیږي، چې د افلاطون له سقراط سره د مینې او د رومي له شمس تبریزي سره د مینې سره پرتله کیدی شي.
د حافظ په لور د ګویته دې پاملرنې او مینې جرمني او وروسته ټول اروپایي هیوادونه حافظ شیرازي ته متوجه کړل ، اوټولو هڅه وکړه چې د هغه د شعرونو په ژباړلو سره د هغه د افکارو او نظرونو ژوروالی درک کړي.
ځینې خلک په دې باور دي چې له حافظ شیرازي سره د ګویته د مینې اصلي دلیل باید په هغه غیر معمولي روحاني ورته والي کې ولیدل شي چې د دې دوو شاعرانو ترمنځ شتون درلود.
آزادۍ اوخلاصون ته دوامداره پاملرنه، له زړه او روح سره مینه کول، له تعصب او نورو ته زیان رسولو څخه ډډه کول، انسانیت ته درناوی، او داخلي وړتیاوې د حافظ د کارونو له ځانګړتیاوو څخه دي، او ګویټ هم دې ځانګړتیاوو ته پاملرنه وکړه.
له همدې امله، کله چې جرمني شاعر د حافظ اوله هغه د شعرونو سره بلد شو، نو هغه ټول قومي ملاحظات او ملي ویاړ یوې خوا ته کړل او د ایراني شاعر په وړاندې یې تعظیم وکړاو هغه یې یو استاد وباله.
ګویټه په خپله ډایري ( د خاطراتو کاپۍ) کې لیکلی دي :
"زه مجبور شوم چې تخلیق وکړم ځکه چې پرته له دې زه دا قوي تجلی نشم زغملی."
دې جرمني شاعر د ختیځ مطالعاتو تر اغیز لاندې ، خپل ختیځ-لویدیځ دیوان د ایراني شعر وزن او ځانګړتیاوو سره جوړ کړ.
جالبه ده چې پوه شئ چې دا دیوان دولس کتابونه لري، چې هر یو ه ته ګویټه فارسي نوم ورکړی او په جرمني رسم الخط کې یې لیکلی دی.
دا هم ښه ده چې یادونه وکړو چې ګویټه نړۍ ته د حافظ شیرازي د معرفي کولو لپاره ترټولو مهم ګام پورته کړ او د حافظ شیرازي تلپاتې نوم یې نړیوال کړ.
یو بل مشهور جرمني شاعر چې د هامر د کارونو په رڼا کې د ایراني شاعرانو د فکر او وینا سټایل سره بلد شو او بیا یې په جرمني ژبه کې د غزلونو پروسس کولو کې خپله وړتیا ازموله، اګوست فون پلاټین دی.
پلاټین یو جرمني شاعر او لیکوال او د فریدریش روکرټ شاګرد و چې له خپل استاد سره د هغه د تړاو له امله یې فارسي زده کړه پیل کړه او خپل غیر معمولي استعداد یې وښود. د خپلې مورنۍ ژبې سربیره، هغه په فرانسوي، انګلیسي، ایټالوي، هالنډي، سویډني، یوناني او لاتیني ژبو تسلط درلوده .
پلاټین په فارسي کې دومره پرمختګ وکړ چې د حافظ دیوان، چې د فارسي شعرونو له خورا مشکلوشعرونو څخه دی، د هغه له خوښې وړ کتابونو ګڼل کیږي. هغه د حافظ غزلونه ولوستل او د ځینو غزلونو د موضوعاتو جوهر یې د هغو شعرونو په بڼه وژباړل چې د لویدیځ سټایل سره سمون خوري .
ګرانو اوریدونکو، په جرمني کې د حافظ د اثارو د ژباړې او اغیز په اړه د نورو ټکو په منځ کې، موږ باید یادونه وکړو چې د ۱۹ پیړۍ له نیمایي راهیسې، د حافظ د دیوان د لفظي ځانګړتیاوو سربیره، د شعرونو فلسفي او عرفاني موضوعات هم په پام کې نیول شوي، او د ایراني تصوف په اړه ډیرمطالعات ترسره شوي، کوم چې د حافظ ژباړې هم اغیزمنې کړې.
جرمنیان د حافظ د شعرونو په پیژندلو او ژباړلو کې په اروپا کې ترټولو بریالي ملت وو. البته، دا هڅې یوازې په ۱۹ پیړۍ پورې محدودې نه وې، او په شلمه پیړۍ کې، نورې ژباړې هم د ایران دوستانو مستشرقینو لخوا ترسره شوې.
د ایراني ادب او کلتور په اړه دا مطالعات په جرمني کې دوام درلود، او حافظ، د ترټولو مشهور ایراني شاعر په توګه، د دې مطالعاتو په مرکز کې و.
ګرانو ملګرو ، د دې پروګرام پای ته رسیدلي یو.
په راتلونکي پروګرام کې به د حافظ او په انګلستان کې د هغه د اثارو د ژباړې په اړه بحث وکړو.