امریکا په یمن باندې د بې پایلوټه الوتکو بریدونه وکړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی ځايي سرچینو وویل چې د امریکا بې پایلوته الوتکو نن سهار د یمن د مارب ولایت په ختیځ کښې په «عبیده» دښته کښې په «الحضن»سیمې باندې بریدونه وکړل.
عیني کتونکو په دغه سیمه کښې د سختو چاودنو د غږونو د اوریدا خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د امریکا بې پایلوټه الوتکو په عبیده دښته کښې دوې(۲) پرله پسې حملې وکړې.
تراوسه د امریکا د دغو حملو د رسیدلیو تاوانونو او د هغو کسانو په هکله چې دغه حملې ورباندې شوي دي هیڅ رسمي بیانیه نه ده خپره شوې.
په عین حال کښې د یمن ځینو رسنیو د امریکا د بې پایلوټه الوتکو لخوا په یوه موټر سائیکل باندې د برید خبر ورکړ او ادعا یې وکړه چې په موټر سائیکل باندې سپاره کسان د القاعده ډلې غړي وو.
مارب ولایت د یمن د پلازمینې صنعا د شمال ختیځ په یوسل درې اویا کلومیټرۍ کښې پروت دی.
په یمن کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې امریکا ، بریتانیا ، متحده عربي امارات، عربستان او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه کوي.