اسرائیلو روان میلادي کال بیا هم ګڼ شمیر خبریالان وژلي دي
زمونږ خبریال راپور راکړی په پاریس کښې دیره د بې سرحده خبریالانو ډلې نن وویل چې اسرائیل روان میلادي کال په ټوله دنیا کښې د نیمايي وژل شویو خبریالانو مسوول دی.
د اسرائیلو پوځیانو روان میلادي کال په غزې تړانګه کښې د فلسطین نهویشت خبریالان وژلي دي.
په پاریس کښې دیره د بې سرحده خبریالانو ډلې وویل چې روان میلادي کال په ټوله دنیا کښې د وژل شویو خبریالانو شمیر اووشپیتو ته رسیدلی او دغه شمیر تیر میلادي کال کښې شپږ شپیته تنه و.
د بې سرحده خبریالانو ډلې په خپل راپور کښې وویل اسرائیل د درې څلویښت فیصده خبریالانو د وژلې مسوول دی کوم چې د خبریالانو تر ټولو سخت دښمن ګڼل کیږي.
د اسرائیلو تر ټولو خونړۍ حمله د روان میلادي کال د اګست د میاشتې په پینځویشتمه نیټه د غزې په جنوب کښې په یوه روغتون باندې وه چې له کبله یې د رویټرز خبري اژانس او د ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس د خبریالانو په شمول پينځه خبریالان وژل شوي وو.
د بې سرحده خبریالانو شمیرنې وايي په دوه زره درویشتم میلادي کال کښې له اکتوبر میاشتې راهسې د فلسطین پرضد د اسرائیلو له پوځي بریدونو راهسې تراوسه دوه سوه شل خبریالان وژل شوي دي او اسرائیل له پرله پسې دریو کلونو راهسې په ټوله دنیا کښې د خبریالانو ستر قاتل ګڼل کیږي.