اسرائیلو د فلسطین د ماشومانو د وژلو ریکارډ مات کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i168466-اسرائیلو_د_فلسطین_د_ماشومانو_د_وژلو_ریکارډ_مات_کړی_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ماشومانو د ژغورنې صندوق(Save the Children Fund) پرون وویل صهیونیسټ رژيم په نیواکي لویدیځه غاړه کښې د فلسطین د ماشومانو د وژلو تر ټولو لوړ شمیر ثبت کړی دی.
(last modified 2025-12-16T00:17:11+00:00 )
Dec 16, 2025 04:43 Asia/Kabul
  • اسرائیلو د فلسطین د ماشومانو د وژلو ریکارډ مات کړی دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ماشومانو د ژغورنې صندوق(Save the Children Fund) پرون وویل صهیونیسټ رژيم په نیواکي لویدیځه غاړه کښې د فلسطین د ماشومانو د وژلو تر ټولو لوړ شمیر ثبت کړی دی.

دغه صندوق په ایکس پاڼه کښې په یوه پیغام کښې چې د یمن خبري اژانس سبا هغه خپور کړی دی ولیکل په نیواکي لویدیځه غاړه کښې د وژل شویو فلسطیني ماشومانو شمیر بې مخینې سویې ته رسیدلی دی.

د ماشومانو د  ژغورنې صندوق وویل له کابو تیرو څوارلسو ورځو راهسې مجبوره شوي یوو د لویدیځې غاړې په ځینو سیمو کښې د رواني سلامتیا د ملاتړ د خدماتو په شمول د ماشومانو د ملاتړ اړونده فعالیتونه او د درملنې د روزنې پروګرامونه بند کړو.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق(Save the Children Fund ) یوه نړیواله خیریه موسسه ده چې مخ په ودې هیوادونو کښې له اړمنو ماشومانو سره مرسته کوي او دغه موسسه په نولس سوه نولسم میلادي کال کښې په انګلستان کښې جوړه شوې وه.

دغه راپور په داسې حال کښې خپریږي چې په غزې کښې د فلسطین د روغتیا وزارت وویل د دوه زره درویشتم میلادي کال له اکتوبر میاشتې راهسې په غزې کښې د صهیونیسټ رژيم د نسل کشۍ د قربانیانو شمیر تراوسه اویا زره او شپږ سوه پینځه شپیتو تنو ته رسیدلی او یولک یو اویازره او یوسل پینځه څلویښت نور کسان ژوبل شوي هم دي.