د پاکستان او د عراق د باندنیو چارو وزیرانو خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i168566-د_پاکستان_او_د_عراق_د_باندنیو_چارو_وزیرانو_خبرې_وکړې
زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د بهرنیو چارو وزیر «فواد حسین» او د پاکستان د باندنیو چارو وزیر «محمد اسحاق ډار» په ټيلي فوني تماس کښې په دوه اړخیزه اړیکو او د هغو د پیاوړي کولو په لارو چارو باندې په غور کولو سربیره بغداد ته د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري د راتلونکي اونۍ د سفر په هکله مشوره وکړه.
(last modified 2025-12-18T07:44:38+00:00 )
Dec 18, 2025 12:08 Asia/Kabul
  • د پاکستان او د عراق د باندنیو چارو وزیرانو خبرې وکړې

زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د بهرنیو چارو وزیر «فواد حسین» او د پاکستان د باندنیو چارو وزیر «محمد اسحاق ډار» په ټيلي فوني تماس کښې په دوه اړخیزه اړیکو او د هغو د پیاوړي کولو په لارو چارو باندې په غور کولو سربیره بغداد ته د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري د راتلونکي اونۍ د سفر په هکله مشوره وکړه.

د پاکستان خارجه وزیر د عراق په ځینو ښارونو کښې د سپیڅلیو زیارتونو او د هیواد له لوړرتبه چارواکو سره د کتنې په شمول د دغه سفر لپاره د یوه ښه پروګرام د چمتوکولو په خاطر د عراق د حکومت قدرونه وکړه.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د عراق د ولسمشر عبداللطیف رشید په رسمي بلنه بغداد ته ورځي.

د پاکستان او د عراق خارجه وزیرانو دغه راز د اسلامي ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو د کانفرنس په هکله چې ټاکل شوې ده د راتلونکي میلادي کال په اپریل میاشت کې په بغداد کښې وشي بحث او د نظر تبادله وکړه.