صهیونیسټي رژیم په غزه کې ۸۷۵ وارې له اوربنده سرغړونه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i168726-صهیونیسټي_رژیم_په_غزه_کې_۸۷۵_وارې_له_اوربنده_سرغړونه_کړې
د غزې مطبوعاتي دفتر ویلي چې اسرائیلي رژیم ۸۷۵ وارې د اوربند تړون مات کړی دی.
(last modified 2025-12-23T00:40:10+00:00 )
Dec 23, 2025 05:08 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم په غزه کې ۸۷۵ وارې له اوربنده سرغړونه کړې

د غزې مطبوعاتي دفتر ویلي چې اسرائیلي رژیم ۸۷۵ وارې د اوربند تړون مات کړی دی.

د غزې رسنیز دفتر دوشنبه د ډسمبر په ۲۲مه په یوه بیان کې لیکلي چې اسرائیلي پوځ په اوکتوبر کې له شوي اوربنده، لا هم له دغه تړونه «سیستماتیکو او جدي سرغړونو» ته دوام ورکړی دی.

د بیان له مخې، اسرائیلي رژیم په دې موده کې ۲۶۵ وارې پر ملکیانو مخامخ ډزې کړې، ۴۶ وارې یې پوځي وسایط هستوګنیزو سیمو ته ننوتلي، ۴۲۱ ځلې یې پر بې وسلو ملکیانو او کورونو بمباري کړې او ۱۵۰ وارې یې ملکي کورونه، موسسې او ودانۍ په نښه کړې دي.

په بیان کې راغلي چې د دغو سیستماتیکو سرغړونو په پایله کې ۴۱۱ فلسطیني ملکیان په شهادت رسېدلي او ۱۱۱۲ نور ټپيان شوي دي.

د غزې رسنیز دفتر زیاته کړې چې اسرائیلي پوځ د اوربند پر مهال ۴۵ مودره ناقانونه نیونې هم کړې دي.