ډېکارلو: هڅه کوو افغانستان یوځل بیا له نړیوالې ټولنې سره یوځای شي
Jan 27, 2026 06:29 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستیالې رزمېري ډېکارلو د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې یاد سازمان هڅه کوي د دوحې له بهیر څخه په ګټې اخیستنې افغانستان بېرته له نړیوالې ټولنې سره ونښلوي.
نوموړې له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې، نړیواله ټولنه د ښځو او نارینه وو د حقونو برابري او د نجونو د زدهکړو حق مهم بولي.
ډېکارلو همدارنګه ویلي چې د دوحې د بهیر کاري ډلې به په فبرورۍ میاشت کې په کابل کې ناسته وکړي.
ډېکارلو دغه راز زیاته کړې چې له نشه يي توکو سره مبارزه نړیوال ملاتړ او بدیلو کښتونو ته اړتیا لري او ملګري ملتونه هم هڅه کوي چې افغانستان په دې برخه کې لازمې مرستې ترلاسه کړي.
ټیګونه