د فلسطین په غزې تړانګه کښې نسل کشۍ نه ده ختمه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i170528-د_فلسطین_په_غزې_تړانګه_کښې_نسل_کشۍ_نه_ده_ختمه_شوې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کښې د بشري حقوقو په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي راپورټرې میرمن فرانچسکا البانیز(Francesca Paola Albanese) ټینګار وکړ چې د فلسطین په غزې تړانګه کښې د خلکو نسل کشۍ دوام لري او هغه پاې ته نه ده رسیدلې.
(last modified 2026-02-09T06:17:25+00:00 )
Feb 09, 2026 10:43 Asia/Kabul
  • د فلسطین په غزې تړانګه کښې نسل کشۍ نه ده ختمه شوې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کښې د بشري حقوقو په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي راپورټرې میرمن فرانچسکا البانیز(Francesca Paola Albanese) ټینګار وکړ چې د فلسطین په غزې تړانګه کښې د خلکو نسل کشۍ دوام لري او هغه پاې ته نه ده رسیدلې.

هغې وویل د فلسطین ملت له نورو څخه زیات له دغه حقیقت څخه خبر دی.

د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کښې د بشري حقوقو په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي راپورټرې میرمن فرانچسکا البانیز زیاته کړه د نړۍ اکثرو هیوادونو نه یوازې د فلسطینیانو د نسل کشۍ د بندولو لپاره کوم کار ترسره نکړ بلکې له اسرائیلو رژیم څخه یې سیاسي، اقتصادي او پوځي ملاتړونه هم وکړل.

هغې وویل د لویدیځو هیوادونو رسنیو هم په حقیقتونو باندې سترګو پټولو سره له دغه جنګ څخه د اسرائیلو د روایت د بیانولو اقدام وکړ.

د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کښې د بشري حقوقو په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي راپورټرې میرمن فرانچسکا البانیزپه پاې کښې په دې خبرې سره چې نړۍ باید سمدستي د فلسطین د ملت لپاره د عدالت د تحقق لپاره اقدام وکړي ډاګینه کړه: فلسطین به ازاد شي او د فلسطین ملت به په راتلونکي کښې ازاد وي.