ستوري په لمن کې (۲۳) د حافظ شېرازي ژوند ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i172964-ستوري_په_لمن_کې_(۲۳)_د_حافظ_شېرازي_ژوند_ته_کتنه
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو د ستوري په لمن کې تر عنوان لاندې له (۲۳م) مطلب سره چې د فارسي ژبې د مشهور شاعر حافظ شېرازي د ژوند په تړاو دی، ستاسو په خدمت کې یو. په دې پروګرام کې غواړو د ترکیې د ادبي څېرو په منځ کې د حافظ شېرازي د محبوبیت په تړاو ستاسو سره معلومات شریک کړو. هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.  
(last modified 2026-05-16T08:51:09+00:00 )
May 16, 2026 13:15 Asia/Kabul
  • ستوري په لمن کې (۲۳) د حافظ شېرازي ژوند ته کتنه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو د ستوري په لمن کې تر عنوان لاندې له (۲۳م) مطلب سره چې د فارسي ژبې د مشهور شاعر حافظ شېرازي د ژوند په تړاو دی، ستاسو په خدمت کې یو. په دې پروګرام کې غواړو د ترکیې د ادبي څېرو په منځ کې د حافظ شېرازي د محبوبیت په تړاو ستاسو سره معلومات شریک کړو. هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.  

ګرانو دوستانو، موږ ټول پوهېږو چې «حافظ» د ایران له هغو ادبي څېرو څخه دی، چې په ټوله نړۍ کې پېژندل شوی وو او دی.

کله چې د دې ستر شاعر شعرونه او شهرت، د ایران له پولو واوښتل او د نړۍ نورو سیمو ته ورسېدل، په عثماني قلمرو کې هم ډېر ژر مشهور شو او عثماني شاعران د حافظ او د هغه د آثارو تر اغېزو لاندې راغلل.

دا هم مناسبه ده چې پوه شئ، د ترکي ادب په ځانګړي ډول د عثماني دورې په ادبیاتو کې، د حافظ اغېز دومره زیات وو، چې ویلی شو د نهمې او لسمې هجري پېړۍ د ټولو شاعرانو په شعرونو کې دا اغېز په ښکاره ډول لیدل کېږي او محسوس دی.

موږ «د ستوري په لمن کې» د پروګرام په دې برخه کې د دغو بېلګو د څو نمونو یادونه کوو.

د نهمې هجري پېړۍ د لومړۍ نیمایي د شاعر «یوسف سنان الدین شیخي» شعرونه له هغو مشهورو بېلګو څخه دي، چې یادولای یې شو.

مرحوم استاد «علي نهاد طارلان» د شیخي دیوان په بشپړه او دقیقه توګه څېړلی او «د شیخي دیوان څېړنې» په نوم یې یو کتاب لیکلی، چې پکې یې پر شیخي او د هغه پر آثارو د حافظ اغېز له هر اړخه څېړلی دی. همدارنګه یې هغه شعرونه او بیتونه هم جلا جلا ذکر کړي چې شیخي د حافظ د شعرونو په تقلید لیکلي دي.

له شیخي سربېره، د شیخ غالب، ندیم او احمد پاشا نومونه هم اخیستلای شو، چې د ترکیې له هغو ادیبانو څخه دي چې د حافظ تر اغېز لاندې وو.

د ترکیې له معاصرو شاعرانو څخه«یحیی کمال» چې شاوخوا ۳۰ کاله مخکې وفات شوی، هم د حافظ تر اغېز لاندې وو، تر دې چې «د مرگ رندان» او «د شامگاه رندان» په نومونو یې دوه شعرونه د حافظ د اغېز له امله ولیکل.

کارپوهان باور لري چې په عثماني قلمرو کې د حافظ د محبوبیت او د عثماني شاعرانو له خوا له دې ستر ایراني شاعر څخه د اغېز منلو علت دا وو، چې په عثماني قلمرو کې سعدي، مولانا او حافظ تر ټولو مشهور د فارسي ژبي شاعران وو او د هغه وخت په ټولو مدرسو کې د حافظ دیوان د ښکلي فارسي شعر د اصولو د زده کړې لپاره تدریس کېده.

ګرانو دوستانو، موږ د ترکیې د هغو شاعرانو یادونه وکړه چې د حافظ تر اغېزې لاندې وو. ښايي اوس ستاسو په ذهن کې دا پوښتنه راشي چې: له فارسي ژبې، کلتور او ادب سره د ترکيې د خلکو پېژندنه، کومې دورې ته ورګرځي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د ایراني ادیب «کاوس حسنلي» خبرې یادوو، چې څه موده یې د ترکیې په پوهنتونونو کې تدریس کړی دی.

حسنلي باور لري چې د ترکیې بنسټ اېښودونکي، یعنې د سلجوقي کورنۍ، تر دې وړاندې چې پر رومیانو بریالي شي او اوسنۍ ترکیې ته داخل شي، له فارسي ژبې او ایراني کلتور سره آشنا وو او وروسته هم فارسي ژبه د دوی رسمي او د خوښې وړ ژبه وه. د سلجوقي واکمنانو د ایران له کلتور او ادب سره مینه لرله او تر خپل واک لاندې سېمو کې یې د ایراني ـ اسلامي کلتور د پراختیا ملاتړ کاوه.

هغه همدارنګه وايي: ډېرو عثماني واکمنانو، پاچاهانو او شاهزاده‌ګانو، نه یوازې په فارسي ژبه شعرونه لیکل، بلکې خپل مکتُوبونه، مراسلات او فتح‌نامې یې هم په فارسي ژبې لیکلې. د دې ډول لیکنو ډېرې بېلګې شته چې د عثماني واکمنانو په ذهن او ضمیر کې د فارسي ژبې لوړ مقام څرګندوي.

دوستانو مناسبه ده چې پوه شئ، د عثماني پاچاهانو او شاهزاده‌ګانو له منځه؛ جم سلطان، سلطان سلیم اول، سلطان سلیمان قانوني او شاهزاده بایزید تر نورو ډېر په فارسي ژبه بلد وو او په دې ژبه یې شعرونه لیکلي دي.

ګرانو ملګرو، د دې پروګرام په لومړۍ برخه کې مو د عثماني قلمرو او ترکیې د هغو شاعرانو او ادیبانو پېژندنه وکړه، چې له حافظ شېرازي او د هغه له آثارو سره اشنا وو او د دې ستر ایراني شاعر تر اغېز لاندې وو.

اوس هم هغو کسانو ته اشاره کوو چې د حافظ شېرازي پر آثارو یې شرحه او تفسیر لیکلی دی.

په عثماني امپراتورۍ کې ځینو کسانو د حافظ د شعر د ښه پوهېدو او سم تشریح کولو لپاره، د هغه پر دیوان شرحه لیکلې ده. په عثماني خاوره کې د حافظ پر دیوان لومړنۍ لیکل شوې شرحه، د سروري شرحه ده.

د دې شرحې لیکوال عثمان سروري، د لسمې هجري پېړۍ له مشهورو علماوو څخه وو، چې په خپل ۷۲ کلن ژوند کې یې په ترکي، فارسي او عربي ژبو ۳۶ کتابونه لیکلي دي.

د سروري له شرحو څخه د سعدي ګلستان او بوستان، د حافظ دیوان، د فتاحي نیشابوري شبستان خیال او د جامي معماوې یادولای شو.

دوستانو، شمعي هم له هغو کسانو څخه دی چې د حافظ پر دیوان یې شرحه لیکلې ده. هغه د لسمې هجري پېړۍ له علماوو څخه وو، چې د حافظ شعرونه یې د تصوف له نظره څېړلي او صوفیانه شرحه یې پرې لیکلې ده. شمعي د مولانا پر مثنوي معنوي هم شرحه لیکلې ده.

«سودي» هم له هغو کسانو څخه دی چې د حافظ پر آثارو یې شرحه او تفسیر لیکلی دی. احمد سودي هم د لسمې هجري پېړۍ له علماوو څخه وو. مناسبه ده چې پوه شئ، د سودي شرحه تر ټولو غوره شرحه ده چې ترکانو د حافظ پر دیوان لیکلې ده.

مېرمن «عصمت ستارزاده» دغه شرحه فارسي ژبې ته ژباړلې او خپره کړې ده. سودي په دې شرحه کې د شمعي او سروري د شرحو تېروتنې بیان کړې او د دې کار لپاره یې ډېرې څېړنې او تحقیقات کړي او د حافظ په اړه شفاهي روایتونه یې هم په پام کې نیولي دي.

سودي د حافظ پر دیوان د شرحه لیکلو پر مهال د خپل وخت له علماوو او شاعرانو لکه ملا احمد قزویني او شیخ حسین خوارزمي سره مشورې کړې دي. څېړونکي باور لري چې سودي تر ټولو شارحینو زیات حافظ ښه درک کړی او ښه یې تشریح کړی دی.

د سودي شرحه په ۱۲۵۰ هجري کال کې په استانبول کې په درې ټوکو کې چاپ شوې ده. سودي د سعدي پر بوستان او ګلستان هم شرحه لیکلې ده.

ګرانو اورېدونکو، د دې پروګرام وخت پای ته ورسېد. په راتلونکي پروګرام کې به، چې د «ستوري په لمن کې» د لړۍ وروستۍ برخه به وي، د عثماني امپراتورۍ د یو شمېر نورو ادیبانو یادونه هم وکړو چې د حافظ پر آثارو یې شرحې لیکلې دي، او هم به د هغو موضوعاتو لنډه کتنه او ټولیزه پایله وړاندې کړو، چې تر اوسه مو د حافظ په اړه مطرح کړي دي.

ژباړه: زماني