د امریکا د پوځ یوه B-52 جنګي  الوتکه نسکوره شوه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i174252-د_امریکا_د_پوځ_یوه_b_52_جنګي_الوتکه_نسکوره_شوه
  د امریکا د پوځ د ایډوارډز هوائي اډې په وروستۍ اعلامیې کې راغلي دي، د دغه هېواد د هوايي ځواک یوه B-52 سټراټيکه جنګي الوتکه د الوتنې له پيل لږ وروسته له پېښې سره مخ او نسکوره شوې ده.
(last modified 2026-06-16T01:04:52+00:00 )
Jun 16, 2026 05:32 Asia/Kabul
  • د امریکا د پوځ یوه B-52 جنګي  الوتکه نسکوره شوه

  د امریکا د پوځ د ایډوارډز هوائي اډې په وروستۍ اعلامیې کې راغلي دي، د دغه هېواد د هوايي ځواک یوه B-52 سټراټيکه جنګي الوتکه د الوتنې له پيل لږ وروسته له پېښې سره مخ او نسکوره شوې ده.

ایرنا د رویټرز په حواله راپور ورکړی چې د امریکا د کیلیفورنیا ایالت د ایډوارډز هوايي ډګر په یوې وروستۍ اعلامیې کې وئيل شوي دي، د هوايي ځواک دغه B-52 جنګي الوتکه د دوشنبې په ورځ د ایډوارډز هوايي اډې له ځغاست‌لیکې یا رن وې   څخه له پورته کېدو لږ وروسته  ولوېده.

 د دغه   هوائي ډګر  په اعلامیې کې  چې  په ایکس ټولنیز چینل کې خپره شوي  لیکل شوي دي:  د ژغورنې ډلې سمدستي د پېښې ځای ته واستول شوې او د وضعیت   ارزونې پيل شوي  دی.»

تر اوسه د دې پېښې د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه کوم معلومات نه دي خپاره شوي. عموماً یوه B-52 بم غورځوونکې الوتکه پنځه کسیزه عمله لري. البته ځینو سرچینو وئیلي دي، چې په دغې الوتکې کې موجوده اته کسیزه عمله  هم  قرباني شوې  ده.

ایډوارډز یوه پراخه صحرايي هوائي اډه ده چې د لاس انجلس ښار  دشمال په  ۱۶۱ کیلوميتر کې  موقعیت لري.