الجزیره؛ایران ټاکي چې کومې بېړۍ فارس خلیج ته واریدې اوترې ووځي
پارس ټوډې – د سمندري استخباراتو او امنیت یوه لوړپوړي شنونکي ویلي، ایران ټاکي چې کومې بېړۍ له هرمز تنګي تېرېږي.
پارس ټوډې د تسنیم خبری آژانس له قوله راپور ورکړی، د الجزیره انګریزي ژبې چینل د نړیوالې خطرې د کنټرول مشورتي شرکت د سمندري استخباراتو او امنیت د لوړپوړي شنونکي آرون کینډي له قوله لیکلي چې ایران اوس مهال دا پرېکړه کوي،کومې بېړۍ فارس خلیج ته واریدې شي او یا ترې تیرې شي.
کینډي وویل:ایران ټاکي چې کومې بېړۍ خلیج فارس ته داخلېدلی شي او یا ترې وتلی شي، او پر هغو بېړیو چې د ایران له اجازت پرته د تېرېدو هڅه کوي، برید کوي.
هغه زیاته کړه:حتی که امریکا د هغو بېړیو لپاره چې له دغه سمندري اوبلارې څخه استفاده کوي، د ساتنې یوه محدوده کچه هم برابره کړي، دا به هم د ایران د بریدونو د مخنیوي لپاره بسنه ونه کړي.