جرمني د اسرائیلو پر وړاندې د نوو بندیزونو لګول څېړي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i177020-جرمني_د_اسرائیلو_پر_وړاندې_د_نوو_بندیزونو_لګول_څېړي
پارس‌ټوډي: د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د صهیونیسټي رژیم د کورني امنیت وزیر د سپَکو او پاروونکو څرګندونو او د فلسطینیانو پر وړاندې د دغه رژیم د کابینې د جنایتکارو اقداماتو په غبرګون کې وویل چې د اروپائي ټولنې له خوا پر اسرائیلو د نویو بندیزونو لګول د څېړنې وړ یو انتخاب دی.
(last modified 2026-08-23T10:04:02+00:00 )
Aug 23, 2026 14:31 Asia/Kabul
  • دجرمنی  د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول
    دجرمنی  د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول

پارس‌ټوډي: د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د صهیونیسټي رژیم د کورني امنیت وزیر د سپَکو او پاروونکو څرګندونو او د فلسطینیانو پر وړاندې د دغه رژیم د کابینې د جنایتکارو اقداماتو په غبرګون کې وویل چې د اروپائي ټولنې له خوا پر اسرائیلو د نویو بندیزونو لګول د څېړنې وړ یو انتخاب دی.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، یوهان وادفول  له یوې  چرمنئ ځپرونې سره په مرکې کې، د افراطي صهیونیسټي ښارګوټو پر اوسېدونکو او د هغوی د ملاتړو  ادارو  د اروپائي ټولنې بندیزونو ته په اشاره وویل چې آلمان له دغو بندیزونو ملاتړ کوي او د نورو اقداماتو، په ځانګړي ډول د صهیونیسټي رژیم د کورنیو امنیت وزیر ایتمار بن‌ګوېر پر وړاندې د اقداماتو په اړه به خبرې وکړي.

هغه د صهیونیسټي رژیم د کورنیو امنیت وزیر هغه سپکَوونکې او پاروونکې څرګندونې په کلکه وغندلې چې په غزې کې ئې هره ورځ د لسګونو فلسطینیانو د وژلو غوښتنه کړې وه، او ټینګار ئې وکړ:دا څرګندونې د منلو وړ نه دي او د آلمان حکومت ئې نه مني.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې برلین د نړیوالو قوانینو په اړه څرګند دریځونه لري او دغه دریځونه د صهیونیسټي رژیم په اړه هم صدق کوي.