د افغانستان او پاکستان بدلونونه ؛په تیرې اونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i179320-د_افغانستان_او_پاکستان_بدلونونه_په_تیرې_اونۍ_کې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه وا لو په دې شیبو کې د پاکستان او افغانستان په تیرې اونۍ کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت   کې دی،په دغه ننني مطلب کې به په سر کې په تیرې اونۍ کې  د افغانستان او پاکستان بدلونونو  ته یوه  ځغلنده کتنه وکړو  او بیا به هم راوبولوو ،د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو  ته نو ترپایه راسره ملتیا و کړئ.
(last modified 2026-10-04T08:22:41+00:00 )
Oct 04, 2026 12:31 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان بدلونونه ؛په تیرې اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه وا لو په دې شیبو کې د پاکستان او افغانستان په تیرې اونۍ کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت   کې دی،په دغه ننني مطلب کې به په سر کې په تیرې اونۍ کې  د افغانستان او پاکستان بدلونونو  ته یوه  ځغلنده کتنه وکړو  او بیا به هم راوبولوو ،د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو  ته نو ترپایه راسره ملتیا و کړئ.

*//*//*/

د ایران او افغانستان د شیانو  د راکړې ورکړې  او ټرانزیټ زیاتیدا او پیاوړتیا

*/*/*/*/

د افغانستان په سرحدي سیمو د پاکستان دپوځ هوائي بمبارۍ او پر یوه بل د ترهه ګرو د ملاتړ تورونه

*/*/*/

د پاکستان لوړپوړي چارواکي له بندیزونو سره سره د ایران د اسلامی  جمهوریت د ټيکنالوجیکي او علمي پرمختګ او پراختیا ستاینه او قدرونه

*/*/*/*

او د د پاکستان  دفاع وزیر، د «فلای دوبۍ» له پېښې څخه د جنایتکار اسرائیلي رژیم د لومړي وزیر دپروپيګنډیزې  استفادې په غبرګون کې وویل: د نړۍ عمومی افکار د نتانیاهو پر وړاندې هوښیار شوي او خلک نور د وحشي صهیونیستانو په تبلیغاتو باور نه کوي.   اوس هم راګرځو  د ځينو موردونو په باب د تحلیلی برخې آوریدو ته ...

**********************

      په افغانستان کې د ایران  د  اسلامی جمهوریت د  سفارت مرستیال، سید حسن مرتضوي، په افغانستان کې د امنیت او ثبات او د دغه هېواد د اقتصادي پراختیا په برخې کې د تهران پر ملاتړ ټینګار وکړ او د مزارشریف له لارې ئې د ترانزیټ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

سید حسن مرتضوي  د افغانستان مزارشریف ته د خپل سفر پر مهال د بلخ له والي، ملا محمد یوسف وفا، سره وکتل او د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو مسایلو په اړه ئې خبرې وکړې.   په دغې لیدنې کې د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او همدارنګه د مزارشریف له لارې د ټرانزیټي  لارو  پر پیاوړتیا ټینګار وشو.

مرتضوي همدارنګه په بلخ کې د فرهنګي ملګرتیاؤ د پراختیا او د ګډو پروګرامونو د پلي کولو لپاره د ایران چمتووالی څرګند کړ.

Image Caption

 

 

           په افغانستان کې د چین سفیر، ژاو شینګ، په یوې لیکنې کې د بیجینګ او کابل ترمنځ د اړیکو او همکاریو شته ننګونو ته په اشارې، چې د امنیت، د پروژو د تمویل او لوجسټیک په برخو کې ستونزې هم پکې شاملې دي، لیکلي چې دغه ستونزې به د چین او افغانستان د ملګرتیاؤ  لاره  بدله نه کړي.

په افغانستان کې د چین سفیر زیاته کړې چې چین او افغانستان د اقتصادي او سوداګریزو ملګرتیاؤ په برخې کې یو د بل بشپړوونکي دي او د دواړو هېوادونو خلک هم د سولې او پرمختګ غوښتونکي دي.

په کابل کې د چین سفیر ټینګار کړی چې که دواړه هېوادونه په صبر او هوډ سره د ګډې همکارۍ پر لاره حرکت وکړي، نو دغه ملګرتیا  به په راتلونکي کې لا ډېرې لاسته راوړنې ولري.

ژاو شینګ د دواړو هېوادونو اقتصادي ملګرتیاؤ ته په اشارې لیکلي چې چین د افغانستان د صادراتي توکو لپاره په ټولو تعرفوي کټګوریو کې ګمرکي تعرفې صفر کړې دي .هغه زیاته کړې  ده چې دغه اقدام د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي او د چین بازار ته د دغو توکو د لاسرسي لپاره نوي فرصتونه رامنځته کوي.

         د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت د ویندوي مرستیال، حمدا... فطرت، د پاکستان له خوا د کونړ او هلمند پر ولایتونو وروستي هوايي بریدونه جنګي جنایت او  د افغانستان پر خاوره ښکاره تېری  بللي او ویلي ئې دي چې طالبان به د دغو بریدونو په غبرګون کې  د خلکو د وینې غچ  واخلي.

د افغانستان د حکومت مرستیال  ویندوي  زیاته کړې چې د پاکستان پوځ د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ او د هلمند ولایت د ګرشک/ګرِمسیر ولسوالۍ ځینې سیمې په هوائي بریدونو کې په نښه کړې دي. د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې د عامو خلکو  کورونه په نښه شوي، چې له امله ئې د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ درې کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د افغانستان د طالبانو د حکومت مرستیال ویندوي همدارنګه د پاکستان دغه بریدونه له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې بللي او ویلي ئې دي: طالبان یو ځل بیا ټینګار کوي چې د داسې تېریو په وړاندې به د خپلو خلکو د وینې غچ واخلي او پاکستان ته به حساب شوی ځواب ورکړي.

حمد ا... فطرت د پاکستان هغه ادعا هم رد کړې چې ګواکې د افغانستان له خاورې د دغه هېواد پر ضد د ترهه ګرو فعالیتونو لپاره کار اخیستل کېږي.

Image Caption

 

پاکستان تل ادعا کوي چې پر افغانستان هوائي بریدونه په دقیق او هدفمند ډول د وسله‌والو پر ضد ترسره کېږي؛ خو د ملګرو ملتو  د راپورونو له مخې، د افغانستان د طالب  حکومت او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ د نښتو او بریدونو په پایلې کې تر اوسه ۴۹۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ۱،۲۱۶ نور ټپیان شوي دي

             د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، سید محسن نقوي، د ایران د  صنعتي او تولیدي وړتیاوو  په ستاینې کې، سره له دې چې ایران له څو لسیزو راهیسې له بندیزونو  سره مخ دی، ټینګار کړی چې پاکستان باید د ایران له تجروبې څخه په زده‌کړې  سره به  د خپل  داخلي تولید د پیاوړتیا او په وارداتو  د خپلې  تکیه کولو د کمولو لپاره کار واخلي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د لاهور د سوداګرۍ او صنایعو خونې د غړو په غونډې کې، د ایران د اقتصاد بېلابېلو برخو،  چې په هغو کې د ودانیز صنعت او  د ګاډو د جوړولو صنعت ته په اشارې  سره وویل: د ایران ډېری اړین توکي او محصولات په خپله د دغه هېواد  په داخل کې تولیدېږي او دا موضوع د پاکستان لپاره هم د استفادې وړ تجروبه کېدلی شي.

محسن نقوي  په پاکستان کې د تولید  پر لور د حرکت پر اړتیا  په ټینګار سره وویل چې پاکستان باید د صادراتو د زیاتولو ترڅنګ، د هغو توکو واردات هم کم کړي چې په  داخل کې ئې  د تولید امکان  وي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دوام کې هغو هېوادونو ته په اشارې چې له بندیزونو سره مخ شوي دي، وویل: پاکستان باید د دغو هېوادونو له تجروبو څخه استفاده وکړي او د کورني تولید د پیاوړتیا او اقتصادي  اړوندوالي د کمولو لپاره د هغوی بریالۍ لارې چارې عملي کړي.

Image Caption

 

           د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه محمد آصف، د «فلای دوبۍ»  الوت له پېښې  د اسرائیلي رژیم د لومړي وزیر د تبلیغاتي او پروپيګنډيزې استفادې په غبرګون کې وویل: د نړۍ عمومي افکار و د بنیامین نتانیاهو پر وړاندې ډير سخت دریځ نیولی او خلک نور د صهیونیستانو په تبلیغاتو باور نه کوي.

خواجه محمد آصف په ټولنیز چینل  «ایکس» کې د فلای دوبۍ هوايي شرکت د الوتکې له پېښې څخه د اسرائیلي رژیم د تبلیغاتي استفادې په غبرګون کې ولیکل: په غزې  د اسرائیلي تیریګر او جنایکار رژيم د تېريو له پیل راهیسې، نتانیاهو هڅه کړې چې د جعلي کیسو په تبلیغ او له سپَکو او بې‌ارزښته   چلولونو  څخه په استفادې سره خپلې ادعاګانې باؤری وبریښوي ؛ خو د نړۍ عمومی افکارو  د هغه پر وړاندې ډیر سخت دریځ نیولی دی

خواجه محمد آصف زیاته کړې: داسې وخت هم و چې د نړۍ خلکو د اسرائیلي رژیم پر تبلیغاتو باور کاوه، خو اوس هغوی خپل ټول اعتبار د تل لپاره له لاسه ورکړی دی.

د پاکستان د دفاع وزیر همدارنګه وویل: دا هغه بهیر دی چې د یوې ژَورې کندې پر لور روان دی او د حساب ورکولو شېبه په چټکۍ سره رانږدې کېږي.

           په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت له اپوزیشن ګوندونو سره د  اختلافاتو د حل او له هر ډول مخامخ کېدو څخه د ډډې کولو لپاره له مخالفانو سره په خبرو بوخت دی، د عمران خان تحریک انصاف  ګوند لا هم د اسلام‌اباد پر لور د حکومت ضد لاریون پر ترسره کولو ټینګار کوي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د هر ډول کورني بې‌ثباتۍ په اړه خبرداری ورکړی دی. البته  د پاکستان د لومړی وزیر شهباز شریف له خوا د خبرواترو د بلنې  او نیویارک  ته دهغه د تلو په وجه دغه حکومتی ضد لاریون وځنډول شو. او وټاکل شوه چې د اکتور به څلورمه  به دغه لاریون پیل کړي.  په دې مینځومیان کې د  پاکستان دمرکزي حکومت او اپوزیشن لورو ترمینځ د خبرواترو څو پړاؤنه ترسره شول او اټکل کید  چې  د غه خبرې  اترې کومې مثبتې نتیجې ته ورسیږي، خو بلاخره هم دغه خبرې  اترې د  اکتوبر په دریمه ماښام  ناکامې شوې او د تحریک انصاف ګوند مشرانو  اعلان وکړ چې  داسلام اباد په  لور به خپل دغه لاریون شروع کوي او ترڅو چې  د دوي غوښتې منل شوي نه وي، دوي به  بیرته ونه ګرځي.

د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد په ځینو مهمو واټونو کې د امنیتي ځواکونو شمېر دوه چنده شوی او امنیتي مسوولینو د هر ډول بېړني حالت لپاره د اصلي لارو او واټونو  د تړلو لپاره    د اصلی سړکونو په شاوخوا کې ستر ستر کنټینرونه ځای پر ځای کړي دي.

Image Caption

 

            پاکستانۍ خپرونې «ډان» له عراقه د امریکائي عسکرو  وتل د یوه ناسم  او له کړکېچه د ډک   شتون  د پای په توګه تعبیر کړي او لیکلي ئې دي: د فارس خلیج  د څنډې هېوادونو لپاره د امریکا د امنیتي چتر خوب ډېر ژر له منځه ولاړ، ځکه همدغه پوځي اډې، چې د بې‌ثباتۍ سرچینې دي، پخپله کوربه هېوادونه هم د خپلو منفي پایلو قرباني کوي.

 انګریزي ژبې «ډان» ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې، چې «له عراقه وتل» نومېږي، په سیمې کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په پلمه د امریکا پوځي عملیاتو او د هېوادونو د نیواک  په برخې کې د امریکا تېرې تورتمو  تجروبو ته کتنه کړې ده؛ داسې نیواک  چې په نتیجې کې ئې ګډوډي او نوي ګواښونه رامنځته شوي دي

په دغې سرمقالې کې راغلي دي: امریکا او متحدانو ئې مخکې په ۲۰۰۳ کال کې پرته له بلنې او د پوځي یرغل له لارې عراق ته وارد شوي  وو.

«ډان» ورځپاڼې زیاته کړې: د سپینې ماڼۍ دغه ناسنجول شوې  بلاغوښتنو عراق په  یوې داسې کنډوالې بدل کړ چې له داخلي جنګ او د داعشي ترهګرو له بریدونو سره مخ شو.

د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۳۰  د بغداد په واټونو کې د خوښۍ او خوشحالۍ فضا خپره وه، چې دا ئې ښودله ډېری عراقیان د بهرنیو عسکرو  په وتلو ډير خوښ دي.

               د پاکستان په پلازمېنې اسلام‌اباد کې د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي (مولوي) او شمس تبریزي د درناوي او یاد غونډه د فارسي ژبې او ادبیاتو د استادانو او څېړونکو په ګډون ترسره شوه.

په پاکستان کې د ایران کلتوري سلایارۍ د فارسي ژبې او ادبیاتو د استادانو او څېړونکو په ګډون د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي او شمس تبریزي د درناوي په موخه د یوې غونډې کوربه‌توب وکړ.

په دغو مراسمو کې په پاکستان کې د فارسي ژبې استادانو د هند نیمې وچې په فرهنګ کې د مولانا د فکر او وینا د مقام په اړه خبرې وکړې او ټینګار ئې وکړ چې د مولانا اثار لا هم د دغې سیمې د خلکو د ګډ ادبي او فکري میراث یوه برخه بلل کېږي.

دغو مراسمو ته ګډونوالو همدارنګه د هندبراعظمګي د فرهنګ او تمدن په رامنځته کېدو کې د فارسي ژبې تاریخي مقام ته اشاره  کړې؛  داسې  ژبه چې د پېړیو په اوږدو کې یې د دغې سیمې په ادب، پوهې، تاریخ او دیوان‌سالارۍ کې مهم رول لوبولی دی.

په پای کې د ایران او پاکستان ترمنځ د علمي او فرهنګي ملګرتیاؤ  پر پیاوړتیا، او همدارنګه د فارسي ژبې د زده‌کړې او څېړنې پر لا زیاتې پاملرنې ټینګار وشو.

 

           د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه وا لو ددغه اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ،بریالي اوسوکاله ژوند ولرئ.

ژباړن !(سیماب)

******************************************************