په امریکا کې په خونړیو ډزوکې د سلګونو کسانو وینه وبهول شوه
د امریکا په پنسنویلیا یالت کې په ډزو کې کې د ۹ کسانو وژل کېدو او د لسګونو نورو ټپي کیدو ، په امریکا کې د کورنۍ د یوه خوندي پناهځای په توګه انځور له منځه وړی دی.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د پنسلوانیا ایالت یوه وسلهوال له کوره بهر دوه ښځې په ډزو ووژلې، بیا کور ته ننوتلی او دوه ماشومان او یوه امیندواره ښځه ئې هم ووژل.
د راپور له مخې، دغه سړی وروسته له دې چې پولیسو کلابند کړ، په پای کې ئې ځانوژنه وکړه.
په دغې پېښه کې د ۹ کسانو وژل کېدو په امریکا کې د کورنۍ د یوه خوندي پناهځای په توګه انځور له منځه وړی دی. هغه کور چې بېګناه ماشومان او د مور په نس کې جنین باید پکې وده وکړي، د هغوی پر وژنځای بدل شو.
د دغو وېروونکو پېښو په پام کې نیولو سره، د پرلهپسې وسلهوال تاوتریخوالي پر وړاندې د امریکا د امنیت ادعا یوازې یو شعار دی؛ خو واقعیت هغه مړي دي چې هره ورځ یې خبرونه د نړۍ د رسنیو سرلیکونه جوړوي. همداراز په جارجیا کې هم په دغه شان یوې پيښې کې پنځه کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي. په امریکا کې داسې کومه ورځ نشته چې د یوشمیر خلکو وینه په ډزو سره ونه بهول شي.