-
د مصر مفتي وائي؛ قرآن د کلتورونو اختلاف د ملګرتیا لپاره یو فرصت ګڼي
Sep 20, 2025 02:39د مصر مفتي زیاته کړې: اسلامي تمدن د پیړیو په اوږدو کې ثابته کړې چې ریښتینې پراختیا د پوهې، علم، دیني او اخلاقي ارزښتونو پر ترکیب ولاړه ده. لوي ښارونه لکه سمرقند، بخارا، بغداد، دمشق او قاهره وده وکړه، چیرې چې اقتصاد له کلتور سره او روح له پوهې سره یوځای شو. دا تمدنونه د بشر مشترکو میراثونو په جوړولو کې رول ولوباوه چې د بشري وجدان غني کوي.
-
د فرانسې حکومت په دغه هیواد کې د جوماتونو په ملاتړ کې پاتې راغلی
Sep 17, 2025 02:46د سور یا خنځیر د سر کارول تصادفي نه دي؛ بلکې دا د فرانسې د اوسیدونکو مسلمانانو د احساساتو د داغي کولو لپاره یوه قصدي هڅه ده. دا کار د دوي د عبادت او په درناوي، امنیت او خوندیتوب فضا کې د هغو د ترسره کولو د حق خلاف ورزي کوي.
-
میډیا د جنایت په خدمت کې (ګوګل؛ د نتنياهو په جرم کې شریک عنصر)
Sep 16, 2025 10:59د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې ؛رسانئ،ګوګل او د نتن یاهو جنایتونه ؛ نومې ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو. په دغه مطلب کې د وحشي صهیونیسټي رژيم په جنایتونو کې د ګوګل او دهغو په شان د ځینو رسانه اي شرکتونو د شریکو عناصرو د رول په باب درسره غږیږو، نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
له ایران سره د اټومي اژانس موافقه د اعتماد د رامینځته کولو لپاره مهم ګام دی
Sep 15, 2025 11:02ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي د ایران په اټومي مرکزونو باندې له حملو وروسته په قاهره کښې موافقه په این پي ټي تړون باندې د اعتماد د بیرته راګرځولو او د مخ په وړاندې حرکت لپاره مهم او حیاتي ګام وباله.
-
حتی د غزې تړانګې په نیولو سره هم د حماس غورځنګ ماتي امکان نلري
Sep 15, 2025 08:57ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د پوځ لوی درستیز «ایال زامیر» په یو لړ څرګندونو کښې ټینګار کړی دی چې حتی د غزې ښار د نیولو لپاره د عملیاتو له اجرا کولو وروسته به هم حماس غورځنګ نه له پوځي نظره او نه له سیاسي نظره ماتي ونخوري.
-
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مونږ ازمويي
Sep 15, 2025 08:41ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د جرمني د بهرنیو چارو وزیر «یوهان واډفول» په یو لړ څرګندونو کښې په دې خبرې سره چې د ناټو غړي هیوادونه به له دې څخه زیات د روسیې پوځي دباو ونه زغمي وویل د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د برلین د ازمویلو په حال کښې دی.
-
د نړۍ مسلمان هیوادونه باید د عملیاتو ګډه کوټه جوړه کړي
Sep 15, 2025 08:25زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران اسلامي جمهوریت له مسلمانو هیوادونو غوښتي دي چې د اسرائیلو پرضد د عملیاتو ګډه کوټه جوړه کړي.
-
د اسرائیلو رژيم په غزې کښې په منظم ډول ماشومان وژني
Sep 15, 2025 08:11زمونږ خبریال راپور راکړی خارجي ډاکټرانو نړیوالو رسنیو ته ویلي دي چې د اسرائیلو پوځیان د فلسطین په غزې تړانګه کښې په منظم ډول ماشومان وژني.
-
اروپا باید له روسیې څخه د تیلو او د ګازو اخیستل بند کړي
Sep 15, 2025 07:46ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په یو لړ څرګندونو کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې اروپايي هیوادونه باید له روسیې څخه د تیلو او د ګازو اخیستل پاې ته ورسوي وویل
-
د دوحي د غونډې د پاییزې بیانیې په متن کښې یوازې په غندنې بسنه شوي ده
Sep 15, 2025 07:24ایرنا خبري اژانس راپور راکړی المیادین ټیلي ويژن په یوه راپور کښې وویل چې په دوحه کښې د عربي او د اسلامي هیوادونو د بیړنۍ غونډې د پاییزې بیانیې په متن کښې یوازې د قطر په پلازمینې باندې د صهیونیسټ رژيم د تیري په غندلو بسنه شوي ده.