-
د ایرانیانو اتحاد امریکا او اسرائیل شوکه کړل او تهران تل اویو ته درس ورکړ
Jul 01, 2025 10:47زمونږ خبریال راپور راکړی د عربي نړۍ مشهور کارپیژاند «عبدالباري عطوان» د اسرائیلو او د امریکا په مقابل کښې د ایران د خلکو اتحاد ته په اشارې سره وویل تهران تل اویو او واشنګټن ته ستر درس ورکړ.
-
د اوه ډلې د خبرو غوښتنې ته د ایران ځواب څه دی؟
Jul 01, 2025 09:59د اوه ډلې د هیوادونو خارجه وزیرانو له ایران سره د اټومي خبرو اترو د له سره پیلیدا او د تهران د اټومي پروګرام په هکله جامع او پایدارې موافقې ته د رسیدا غوښتنه کړي ده.
-
د فلسطین په مسلې سترګې پټول د ایران او د اسرائیلو د جنګ سبب شول
Jul 01, 2025 09:22زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د روسیې د دائمي نمایندګۍ مرستیال «دیمیتري پولیانسکي» وویل د فلسطین په مسلې سترګې پټول د ایران د اسلامي جمهوریت او د صهیونیسټ رژيم ترمنځ د جنګ سبب شول.
-
په غزې د اسرائیلو د تیریو دوام به د مقاومت سبب شي
Jul 01, 2025 09:07ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ لوړرتبه غړي «اسامه حمدان» خبرداری ورکړ د اسرائیلو د تیریو دوام به یوازې د فلسطینیانو مقاومت پیاوړی کړي.
-
د ایران سوله ئیز اټومي پروګرام په ملي ویاړ او عزت بدل شوی دی
Jul 01, 2025 08:48ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي»په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ټیکنالوژۍ او د یورانیمو پخول په بمباریو سره نه تباه کیږي وویل د ایران سوله ئیز اټومي پروګرام په ملي افتخار او عزت بدل شوی دی.
-
د صهیونیسټ رژيم د کابینې غونډه له شخړې سره مخامخ شوه
Jul 01, 2025 08:28ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو خبري سرچینو وویل د صهیونیسټ رژيم د جنګ د کابینې غونډه د لومړي وزیر نتانیاهو د وزیرانو ترمینځ له سختو اختلافاتو او شخړې سره یوځاې ده.
-
ایران او غزه به د امریکا او د اسرائیلو د چارواکو مهمه موضوع وي
Jul 01, 2025 08:08ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو به راتلونکي دوشنبې ورځ امریکا ته ولاړ شي او د ایران ، غزې او له اسرائیلو سره د سوریې د اړیکو د عادي کولو په شان موضوعګانې به له ولسمشر ټرامپ سره د هغه د کتنې په تر ټولو مهمو چورلیزونو کښې شامل وي.
-
پر غزې د صیهونیسټ رژیم په تازه بریدونوکې ۶۰ کسان شهیدان شوي
Jul 01, 2025 03:44د راپورونو له مخې، د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلورژیم په تازه بریدونو کې د مېرمنو، ماشومانو او یو خبریال په ګډون ۶۰ کسان وژل شوي دي.
-
عراقچي د ایران پر ضد د صهیونیسټ رژیم د تیري په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر چوپتیا نیوکه کړی ده
Jul 01, 2025 03:42د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له خپل مصري سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران پر وړاندې د صهیونیسټ رژیم د تیري په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې پر چوپتیا نیوکه وکړه.
-
پزشکیان: د ایټمي اژانس دوه ګونی چلند د سیمه ییز او نړیوال امنیت لپاره ډېرې ستونزې رامینځته کړې دي
Jul 01, 2025 03:40د ایران ولسمشر په دې ټیلیفوني خبرو کې، دا پوښتنه راپورته کړه چې ولې جنایتکار صهیونیسټ رژیم، چې د NPT غړی نه دی او د ټولو موجوده نړیوالو قوانینو پر خلاف یی عمل کړی، باید داژانس د راپورونو لپاره حواله او اساس وي؟