په سعودي عربستان کې یو کس ۱۱م واده وکړ
Feb 01, 2023 09:50 Asia/Kabul
په سعودي عربستان کې د ۳۸ اولادونو ۸۳ کلن پلار ۱۱م واده وکړ
په سعودي عربستان کې د ۳۸ اولادونو ۸۳ کلن پلار ۱۱م واده وکړ
د عربي رسنیو د معلوماتو له مخې دغه ۸۳ کلن علي البلاوي د سعودي عربستان په تبوک ښار کې د یوولسم ځل لپاره واده وکړ چې د واده په مراسمو کې یې د کورنۍ ګڼ شمېر غړو او ښاریانو ګډون کړی وو.
نوموړی چې د مور او پلار څخه یو زوی دی، اوس مهال ۱۸ زامن، ۲۰ لوڼې او ۸۸ لمسیان او لمسیانې لري.
علي البلاوي وايي، نوموړی اوس مهال له ۱۱ میرمنو څخه یواځې څلور په نکاح کې لري.
ټیګونه