ایا پوهیږئ چې مکه مکرمه ولې په ژمي کې هم ګرمه وي؟
https://parstoday.ir/ps/news/interesting_and_strange-i144684-ایا_پوهیږئ_چې_مکه_مکرمه_ولې_په_ژمي_کې_هم_ګرمه_وي
دا دلایل د سعودي عربستان د القاسم پوهنتون د چاپیریال پخواني پروفیسور او د سعودي د هوا او اقلیم ټولنې مرستیال عبدالله المسند روښانه کړي دي.
(last modified 2024-01-13T06:45:45+00:00 )
Jan 13, 2024 11:13 Asia/Kabul
  • ایا پوهیږئ چې مکه مکرمه ولې په ژمي کې هم ګرمه وي؟

دا دلایل د سعودي عربستان د القاسم پوهنتون د چاپیریال پخواني پروفیسور او د سعودي د هوا او اقلیم ټولنې مرستیال عبدالله المسند روښانه کړي دي.

د العربیه اردو د راپور له مخې؛ عبدالله المسند وايي چې په ژمي کې د مکې مکرمې د سیمې د تودوخې لامل ګڼ اقلیمي او جغرافيايي عوامل لري.

هغه وویل چې په ژمي کې د مکې مکرمې د ګرمیدو یو لامل د حجاز له غرونو څخه د لویو غرونو موجودیت دی چې د شمال او مرکز څخه راوتونکي یخ بادونه مکې مکرمې ته نه پریږدي.

د راپور له مخې مکه مکرمه هغه سیمه ده چې د سمندر له سطحې یوازې ۳۰۰ متره لوړوالی لري.