واټساپ د کارونکو لپاره یو نوی فیچر فعالوي
https://parstoday.ir/ps/news/interesting_and_strange-i146206-واټساپ_د_کارونکو_لپاره_یو_نوی_فیچر_فعالوي
د پیغام رسولو تر ټولو مشهور اپ واټساپ د خپلو کارونکو لپاره یو نوی فیچر فعالوي چې له مخې به په دغه اپلکیشن کې د پام وړ سهولت رامنځته شي.
(last modified 2024-02-14T11:20:50+00:00 )
Feb 14, 2024 15:48 Asia/Kabul
  • واټساپ د کارونکو لپاره یو نوی فیچر فعالوي

د پیغام رسولو تر ټولو مشهور اپ واټساپ د خپلو کارونکو لپاره یو نوی فیچر فعالوي چې له مخې به په دغه اپلکیشن کې د پام وړ سهولت رامنځته شي.

د WhatsApp Beta Info ویب پاڼې د یوه راپور له مخې، د واټساپ اپلیکیشن د "غوره اړیکو" یا Favorites   فیچر باندې کار پیل کړی چې له مخې به یې کاروونکي وکولی شي د خپلې خوښۍ اړیکې په یاده برخه کې وساتي او په اسانۍ ورسره اړیکې وکړي.

Image Caption

 

د کاروونکو د WhatsApp لټون بار کې به د 'Favorites'  یو زیاتوالی هم رامنځته شي ې له مخې به ځآنګړې خلک په دغه برخه کې چې تاسې غواړئ، ور زیات کړئ.

لکه څنګه چې تاسو په پورته سکرین شاټ کې لیدلی شئ، WhatsApp اوس د داسې ځانګړتیاو د معرفي کولو په بهیر کې دی چې کاروونکو ته به اجازه ورکړي چې په راتلونکي کې د دوی د خوښې اړیکو په ښودلو سره د چیټونو لیست فلټر کړي.

کاروونکي به دا اختیار ولري چې د خپلې خوښې اړیکې غوره کړي، دوی به وکولی شي په اسانۍ سره لاسرسی ومومي.

د راپور له مخې، دا فیچر اوس تر کار لاندې دی چې په پیل کې به د ځینو ځانګړو کاروونکو لپاره معرفي شي او وروسته به ټولو ته وړاندې شي.