ترکیې کښې په ډول سره خلک پیشلمي ته پاڅي
Mar 13, 2024 12:31 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی په ترکیې کښې د ښځو یوه داسې ډله شته چې د ډول په وهلو او د سندرو په ویلو سره خلک پیشلمي ته پاڅوي.
د ترکیې ځینې خلک په دغه کار خوشحاله خو ځینې نور یې بیا خپه دي.
ویل کیږي د روژې د مبارکې میاشتې په دوهمه ورځ د ترکیې په مارسین ولایت کښې په یوې ساحلي سیمې کښې د ښځو یوې ډلې د ډول په غږولو او د سندرو په ویلو سره خلک پیشلمي ته پاڅول.
ویل کیږي د ترکیې د ښځو دغه ډله له تیرو څو کلونو راهسې په ډول او سندرو سره خلک پیشلمي ته پاڅوي.
په اینټرنیټ پاڼو باندې د ښځو دغه کار ځینو کسانو خوښ کړی او ځینو ورباندې بیا سختې نیوکې کړي دي.