د ایران په ضد ددرستو بندیزونو په بشپړختمیدا پسې یوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100058-د_ایران_په_ضد_ددرستو_بندیزونو_په_بشپړختمیدا_پسې_یوو
 د ایران داسلامی شورا مشر   همداراز وئیلي دي ، دایران دښمنان دې پوهه شي چې  د ایران ولس به  د بندیزونو  د ختمولو لپاره له هڅو سره سره ، هیڅکله د دوي داقداماتو په تمه ونه ووسي . 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2021 08:10 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد ددرستو بندیزونو په بشپړختمیدا پسې یوو

 د ایران داسلامی شورا مشر   همداراز وئیلي دي ، دایران دښمنان دې پوهه شي چې  د ایران ولس به  د بندیزونو  د ختمولو لپاره له هڅو سره سره ، هیڅکله د دوي داقداماتو په تمه ونه ووسي . 

زمونږخبریال راپور راکړ  د  ایران د اسلامی شورا مشر محمدباقر قالیباف  نن د پارلیمان په ناڅرګندې غونډې کې  وئيلي دي ، داسلامی انقلاب د معظم لارښود له ټاکلو سیاستونو سره غږمله ، ددرستو بندیزونو په عملي ، سملاسي ا و بشپړ ختمیدا پسې یوو .

قالیباف  زیاته کړې ده ،  که درست بندیزونه په بشپړ ډول ختم شي ، او دهغو اقتصادي اثرات له محسوسیدا  وروسته  ولیدل شي ، نو باید  له هغو ژمنو ترسره کولو سره  په موافقې کې چې  ایران د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په اساس منلي دي ،یوساعت هم  ځنډ ونه شي .

 د ایران داسلامی شورا مشر   همداراز وئیلي دي ، دایران دښمنان دې پوهه شي چې  د ایران ولس به  د بندیزونو  د ختمولو لپاره له هڅو سره سره ، هیڅکله د دوي داقداماتو په تمه ونه ووسي . 

 هغه همداراز  دې ته په  اشارې سره چې  دعمل نوښت دایران په لاس کې دی ، وئيلي دي ،دښمنان  دې ددې په ځاي چې  په خبرواترو کې په  ځنډ او   په زیات غوښتنې پسې شي ،له دې  په لازیاتو  او بشپړ عملی ژمنتیاؤ سره دې   د بندیزونو په ختمولو  کې ځنډ ونه کړي، ځکه چې  د  خت په تیریدا سره به جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د  بیرته ستنیدا لپاره  د دوي لګښتونه لازیات شي .