په ایران کې نور ۳۸۶کسان د کرونا قرباني شول
تر دې دمه په ایران کې یو میلیون شپږ لکه پنځه پنځوس زره څلور سوه تنو ته دکروناواکسن ورکړل شوی او دغه بهیر هماغه راز دوام لري .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د ورغتیائي چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ،په تیرو شواروز کې په ایران کې په کرونا ککړو نورو درې سوه شپږ اتیا ککړو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له دوي سره تر دې دمه په ایران کې دکرونائي قربانیانو شمیر څلور اویا زره نهه سوه لسو تنو ته زیات شوی دی .
په دغې اعلامیې کې وئيلي شوي دي،په تیرو ۲۴ساعتونو کې په درست هیواد کې په کرونا نور څوارلس زره یو سل څلویښت ککړ کسان پيژندل شوي چې له دوي سره تر دې دمه په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر دوه میلیون شپږ لکه څلور پنځوس زره اته سوه کسانو ته زیات شوی،البته له دوي دوه میلیون یو لک نهه زره او اوه سوه کسان په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .
په دغې اعلامیې کې همداراز وئیل شوي تر دې دمه په ایران کې یو میلیون شپږ لکه پنځه پنځوس زره څلور سوه تنو ته دکروناواکسن ورکړل شوی او دغه بهیر هماغه راز دوام لري .