ایران د افغانستان د صلحې له بهیره ملاتړ کوي
د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي وویل: ایران په افغانستان کښې د صلحې له بهیر څخه ملاتړ کوي
د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي وویل: ایران په افغانستان کښې د صلحې له بهیر څخه ملاتړ کوي
محمد ابراهیم طاهریان پرون د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر عبد الله عبد الله سره په کتنه کښې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د هر هغه کوشش ملاتړ کوي چې په کښې د جنګ د خاتمې او د ټولنې د ټولو پرګنو د حقوقو تضمین او تامین وشي.
طاهریان په افغانستان کښې له وروستیو پیښو په تیره بیا په کابل کښې د سید الشهدا ښوونځي په زده کونکو باندې له حملې څخه د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل: په افغانستان کښې د جنګ او وینه بهیدنې د ختمیدو وخت رارسیدلی دی.
په دغه کتنه کښې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر هم په افغانستان کښې د صلحې د بهیر په لړ کښې د اسلامي ایران د مرستو قدرونه وکړه او ویې ویل: اوس صلحې ته د رسیدو یو استثنايي فرصت رامینځته شوی دی او افغانستان په دې لړ کښې بنیادي ګامونه پورته کړي دي او د صلحې کامیابي د مقابل لوري په صادقانه ملګرتیا او د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هیوادونو په ملګرتیا پورې تړلې ده.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي پرون هم داشان د افغانستان د ملي امنیت له صلاحکار حمد الله محب سره هم وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي مسائلو او د صلحې په هکله یې خبرې اترې وکړې.