د «کوو ايران برکت» وېکسين د زيات شمېر توليد وړومبني محصول مخکتنه
د حضرت امام خميني (رح) د فرمان اجرائي کمېټۍ مشر د مخکتنې په دغه مراسمو کښې تاکيد وکړ، د مياشتې دېرش ميلين ډوزه وېکسين به توليديږي.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې محمد مخبر د کوو ايران برکت د وېکسينو د توليد د مخکتنې په اړه وويل، د دغو وېکسينو وړومبنے بار چې درې لکه ډوزه دے نن مو حواله کړ.
د حضرت امام خميني (رح) د فرمان د اجرائي کمېټۍ مشر زياته کړه، د روان هجري نمريژ کال د وږي ترمياشت پورې به د دېرش ميلين ډوز حواله کولو توان ولروو.
محمد مخبر د کلينيکل آزمائنو په اړه چې تراوسه او له فېز درې سره په يو وخت ترسره شوي دي زياته کړه، د دغه آزمائنو نتائج تقريباً سل په سلو کښې مثبت وو او ترننه فېز يو او فېز دوه سل فيصده تاثير لرلے دے او هيله من يو په فېز درې کښې به هم سل په سلو کښې تاثير وکړي.
ايراني سائنسدانان او ماهران له کورونا وائرسو سره د مقابلې لپاره د څو ډوله وېکسينو په جوړولو کښې کامياب شوي دي چې د نړۍ سائنسي ټولنو يې ستائنه کړې ده.