په ایران کې نور۲۹۷کسان د کرونائي ویروس قرباني شول
په درستې نړۍ کې دهیوادونو درسمي احصایو په اساس کرونا ویروس تر دې دمه څه دپاسه یوسل یو شپیته میلیون کسان ککړ کړي چې له دوي کابو درې میلیون درې لکه شپږ څلویښت زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ دایران دروغتیائی چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ،په تیر شواروز کې په ایران کې په کروناویروس ککړو نورو دوه سوه اوه نوي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له دوي سره تر دې دمه په ایران کې دکرونائي قربانیانو شمیر شپږ اویا زره دوه سوه یو دیرش تنو ته رسیدلی دی .
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ،په تیرو ۲۴ساعتونو کې په درست هیواد کې په کروناککړ نور څوارلس زره دوه سوه شپږ څلویښت کسان هم پيژند شوي چې له دوي دوه زره یو سل پنځه اویا تنه په روغتونونو کې بستري شوي دي . په ایران کې تر دې دمه په کروناویروس د ککړو کسانو شمیر هم دوه میلیون اوه لکه دوویشت زره تنو ته زیات شوی چې له دوي له درملنې وروسته دوه میلیون یو لک نهه اویا زره نهه سوه تنه ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
په درستې نړۍ کې دهیوادونو درسمي احصایو په اساس کرونا ویروس تر دې دمه څه دپاسه یوسل یو شپیته میلیون کسان ککړ کړي چې له دوي کابو درې میلیون درې لکه شپږ څلویښت زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی .